لاس رسیدونکی لینک

مَُلا فضل الله دډرون حملې نه ژوندى وتلى،سرچينې


دگل په شپه دافغانستان دننگرهار په نازيان سيمه کې په يوه ودانۍ دډرون نه څلور ميزائيلونه داغل شوي وؤ اؤ په دغه مهال دپاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله هم سيمه کې موجود ؤ.

دنهې په ورځ پاکستاني ميډيا دامنيتي چارواکو له خُلې وئيلي دي چې دپاکستان دپولې سره نزدې دافغانستان په ننگرهار ولايت کې ترسره شوې دډرون يوې حملې نه دپاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله ژوندى وتلى دى.

دگل په شپه دافغانستان دننگرهار په نازيان سيمه کې په يوه ودانۍ دډرون نه څلور ميزائيلونه داغل شوي وؤ اؤ په دغه مهال دپاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله هم سيمه کې موجود ؤ.

دغه حمله کې لږ ترلږه پينځه پاکستاني اؤ افغان تندلاري وژل شوي دي.

په کومه سيمه کې چې حمله ترسره شوې استخباراتي سرچينې وائي چې دغلته ملا فضل الله دتيرې يوې ورځې راهسې موجود ؤ، دحملي مرکزي هدف ملا فضل الله ؤ خو هغه ددغه حملې نه ژوندى وتلى ؤ.

پاکستاني چارواکي وائي چې هغوي ددغه حملې په اړه نور تفصيلات راټولوي اؤ دافغان امنيتي چارواکو سره په گډه دراپور تيارولو هڅې کوي.

کال ٢٠٠٩م کې دپاکستان پوځ دخيبرپښتونخوا سوات سيمه کې دمُلا فضل الله اؤ دهغه دپلويانو په ضد عمليات کړي وؤ اؤ پوځ دعوه کوي چې دهاغه وخت راهسې مُلا فضل الله دسوات نه دافغانستان کونړ يا نورستان ولايت ته تښتيدلى.

XS
SM
MD
LG