لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې له امتياز پرته ترهه گر په نخښه کولى شي،خواجه اصف


 دنهې په سحر اسلام اباد کې يوې دستورې ته دوينا نه وروستو ميډيا سره خبرو کې ددفاع وزير وويل چې” زمونږ وسله وال پوځونه دترهه گرۍ په ضد جگړه کې گڼې قربانۍ ورکوي“
دنهې په سحر اسلام اباد کې يوې دستورې ته دوينا نه وروستو ميډيا سره خبرو کې ددفاع وزير وويل چې” زمونږ وسله وال پوځونه دترهه گرۍ په ضد جگړه کې گڼې قربانۍ ورکوي“

دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد پرته له کوم فرق څخه پوځي عمليات روان دي.

دنهې په سحر اسلام اباد کې يوې دستورې ته دوينا نه وروستو ميډيا سره خبرو کې ددفاع وزير وويل چې زمونږ وسله وال پوځونه دترهه گرۍ په ضد جگړه کې گڼې قربانۍ ورکوي

شمالي وزيرستان کې دروانو پوځي عملياتو په اړه پوښتنې هاغه مهال راپورته شوې چې تيره اوونۍ دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ صلاح کار سرتاج عزيز يوه مرکه کې وويل هاغه تندلاري په نخښه کول نۀ دي پکار چې دپاکستان دسلامتۍ لپاره خطره نۀ وي.

خو دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دامريکا دسفر په مهال په واضحه ټکو کې وئيلي دي چې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې ضرب عضب اپريشن کې ټول ترهه گر پرته له کوم فرق نه په نخښه کولى شي، ددغه اپريشن مقصد دترهه گرۍ دستونزې نه تل لپاره نجات ترلاسه کول دي اؤ دوروستي ترهه گر تر ختميدو به روان وي.

جنرل راحيل دا هم وئيلي دي چې دترهه گرۍ په ضد کيمپئن يواځې وزيرستان يا خيبرايجنسۍ پورې محدود نۀ دى بلکې دټول هيواد په کچه دى.

ددفاع وزير خواجه اصف ووئيل افغانستان کې امن اؤ ثبات سيمه کې دامن لپاره اهم دى اؤ زياته يې کړه چې دپاکستان په گډون يو هيواد ته هم دافغانستان په کورنو چارو کې مداخلت نۀ دي کول پکار.

هغه وويل پاکستان به افغانستان کې دامن لپاره خپل کردار ادا کوي اؤ زياته يې کړه چې هغوي به دافغانستان په کورنو چارو کې لاس وهنه نۀ کوي.

خواجه اصف وويل سيمه کې دامن لپاره پاکستان اؤ افغانستان کې امن ضروري دى اؤ دافغانستان کې دبهرني مداخلت دبنديدو پرته امن نۀ شي راتلى.

هغه وويل پاکستان اؤ انډيا دمذاکراتو په ذريعه خپلې ستونزې هوارولى شي اؤ دواړو ته دخبرو اترو لاره خپلول پکار دي.

دهغه وينا وه پاکسان هند سره دامن خواهش لري خو بايد دغه خواهش يې کمزوري ونۀ گڼل شي.

تيره اوونۍ دپاکستان ددوه ورځني سفر په پايې کې دافغانستان صدر اشرف غني پاکستان سره په شريکه دترهه گرۍ په ضد دجگړې دمقابلې اؤ اسلام اباد سره داړيکو دنوي باب دپرانستو ژمنه کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG