لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دداعش وجود نشته،چوهدرى نثار


ټيکسلا کې ميډيا سره دخبرو په مهال دکورنو چار و وزير دا هم وويل چې پوځي اؤ سول ادارو دوړاندې نه په ډاگه کړې چې دداعش په گډون به دتندروه عناصرو مخه نيولى شي.
ټيکسلا کې ميډيا سره دخبرو په مهال دکورنو چار و وزير دا هم وويل چې پوځي اؤ سول ادارو دوړاندې نه په ډاگه کړې چې دداعش په گډون به دتندروه عناصرو مخه نيولى شي.

دپاکستان دکورنو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي چې ملک کې دتندروه ډلې داعش هيڅ وجود نۀ شته اؤ زياته کړې يې ده چې ځينو تندروه تنظيمونو ددغه ډلې نوم استعمال کړى اؤ وال چاکنگ يې کړى چې کوم گران کار نۀ دى.

ټيکسلا کې ميډيا سره دخبرو په مهال دکورنو چار و وزير دا هم وويل چې پوځي اؤ سول ادارو دوړاندې نه په ډاگه کړې چې دداعش په گډون به دتندروه عناصرو مخه نيولى شي.

داخله وزير وويل ځينې خلک دلږې فائدې لپاره دائي ايس ائي ايس نوم استعمالوي ، داعش عرب تنظيم دى اؤ دپاکستان سره يې هيڅ تعلق نشته.

په ډاګه دې وي چې اوسنو ورځو کې دپاکستان مختلفو ښاروو کښې دداعش په حق کې وال چاکنګ شوى اؤ پيښور کې په دغه اړه پمفلټونه هم ويشل شوي وؤ اؤ ددې ترڅنګ څو ورځې دمخه دطالبانو نه بيل شوؤ پينځوؤ تندروه کمانډرانو هم داعش سره دوفادارۍ اعلان کړى ؤ.

داعش يا ائي ايس ائي ايس يوه تندروه ډله ده چې دشام اؤ عراق په لويه رقبه يې قبضه کړې اؤ سږکال دجون په مياشت کې يې دخپله ځانه دخلافت دقائمولو اعلان هم کړى ؤ اؤ دغه ډله په ټوله نړۍ کې دخپل بربريت له امله دنيوکو ښکار ده.

دتحريک انصاف دجلسې په حواله هغه چوهدري نثار وويل که څوک دا گڼي چې په ٣٠م نومبر به اسلام اباد کې حمله کيږي نو هغوي دغلط فهمۍ ښکار دي.

هغه وويل عمران خان ته دتحريک انصاف دجلسې لپاره دچوهدري نثار ضرورت نشته بلکې دا قانوني تقاضا ده، هغه دې اجازت واخلي اؤ جلسه دې وکړي ، اسلام اباد کې دجلسې اجازت داخله وزير نۀ بلکې قانون ورکوي.

دکورنو چارو وزير دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې دحکومت مخالفه گوند تحريک انصاف مشر عمران خان په ٣٠م نومبر دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دحکومت په ضد ديوې لويې سياسي جلسې کولو اعلان کړى.

عمران خان سږکال د١٤م اگست څخه دنواز شريف دحکومت خلاف اسلام اباد کې په احتجاج بوخت دى اؤ دپارليمنټ هاؤس نه بهر دهغه احتجاجي دهرنا اوس هم روانه ده.

ميډيا سره دخبرو په مهال دکورنو چارو وزير دا هم وويل چې رياست دومره کمزورى نۀ وي چې څوک دې هم راشي اؤ حمله دې وکړي.

هغه وويل که په ٣٠م نومبر اسلام اباد کې دتحريک انصاف جلسه کيږي نو دقانون اؤ ضابطې لاندې به کيږي اؤ زياته يې کړه که دغه جلسه پرامنه وي نو هغوي پرې هيڅ قسمه اعتراض نۀ لري.

چوهدري نثار وويل حکومت تحريک انصاف سره دمذاکراتو لپاره تيار دى اؤ هيله يې څرگنده کړه چې پي ټي ائي به هم دمذاکراتو ميز ته راوگرځي.

هغه وويل پي ټي ائي دملک په خاطر دمذاکراتو ميز ته ورشي اؤ خبرې دې ورسره وکړي.

دکورنو چارو وزير وويل ټول وليدل چې په پي ټي وي حمله وشوه چې له دې وروستو که چرې وفاق غوښتلى نو دواړه کنټينرې په قبضه کې اخستل کيدى شوې خو دغسې يې ونۀ کړل ځکه چې حکومت په مذاکراتو باور ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG