لاس رسیدونکی لینک

صدراوباما افغانستان کې دامريکا جنگي کردار پراخه کړى،راپور


ددغه نوي حکم لاندې دامريکائي جنگي الوتکو اؤ ډرون نه دافغان جنگي مشنونو لپاره دفضائي مرستې اجازت هم ورکړل شوى.

امريکائي ورځپاڼې نيويارک ټائمز دجمعې په ورځ پخپل يو راپور کې وئيلي دي چې دامريکا صدر براک اوباما په نزدې اوونو کې لاسليک کړل شوې يو خفيه حکمنامه کې افغانستان کې دامريکائي پوځيانو جنگي کردارکې دبل يو کال پورې پراختيا راوستې ده.

له دې وړاندې امريکائي صدر وئيلي وؤ چې افغانستان کې به دامريکا په مشرۍ دنيټو ځواکونو جنگي کارروايۍ دسږکال تر اخره پايې ته ورسيږي.

ددغه نوي حکم لاندې دامريکائي جنگي الوتکو اؤ ډرون نه دافغان جنگي مشنونو لپاره دفضائي مرستې اجازت هم ورکړل شوى.

ورځپاڼه ليکي چې اوس اوس دلاسليک کړل شوې دغه حکمنامې لاندې به افغانستان کې امريکائي پوځيان ديو کال لپاره جنگي کارروائيو کې نيغ په نيغه برخه اخلي.

ورځپاڼه وائي چې سويلين صلاح کاران ٢٠١٥م کې دپراخه مشن په ضد دي اؤ دطالبانو په ضد دجگړې له امله دامريکايانو دژوند په خطره کې په اچولو اعتراض کوي.

ورځپاڼې ته يو امريکائي چارواکي وئيلي چې” يو مکتبۀ فکر داسې دى چې يواځې دالقاعده په ضد دډير محدود مشن غوښتونکي دي“

دغه چارواکي وويل چې پوځ هاغه څه ترلاسه کړي ، څه چې يې غوښتل.

خو يو سينئر چارواکي نيويارک ټائمز ته دا هم وئيلي دي چې راتلونکي کال کې به امريکائي ځواکونه دطالبانو په ضد باضابطه گزمې نۀ ترسره کوي.

هغه وويل” کله چې طالب جنگيالي امريکا يا په افغانستان کې ميشتو ائتلافي ځواکونو ته گواښ راولاړوي يا نيغ په نيغه دالقاعده مرسته کوي نو مونږ به دامريکايانو دژوند دژغورلو لپاره مناسب گامونه اخلو”

ورځپاڼه دا هم وائي چې نوى افغان صدر اشرف غني دتير صدر حامد کرزي په پرتله دپراخه کچې امريکائي پوځي مشن مني.

دبراک اوباما دنوي احکاماتو لاندې به اوس امريکائي پوځيان ٢٠١٥م کې دطالبانو په گډون دهاغه تندروه ډلو په ضد کارروايۍ کوي چې دافغان حکومت اؤ افغانستان کې دميشتو امريکائي پوځيانو لپاره خطره جوړيدى شي.

XS
SM
MD
LG