لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وائي دنورو ١٠٠ؤ ورځو دهرنې ته هم تيار دى

 دجمعې په ورځ دلاړکانې دجلسې لپاره دروانيدو څخه دمخه د اسلام اباد بني گالا کې ميډيا سره خبرو کې عمران خان وويل ددهاندلۍ په ذريعه چې کوم حکومت جوړيږي هغه داولس په خيرښيگړه پيسې نۀ خرڅ کوي بلکې په هاغو خلکو يې خرڅ کوي دنورو پيسو په پيدا کولو کې ورسره مرسته کوي اؤ زياته يې کړه چې اوس به څوک ( انتخاباتو کې) ټگۍ کولو ته نۀ پريږدي.

دحکومت مخالفه گوند پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وئيلي دي اسلام اباد کې يې دروانې دهرنې په مهال ١٠٠ ورځې تيرې کړي اؤ نورو ١٠٠ؤ ورځو تيرولو ته هم تيار دى.

دجمعې په ورځ دلاړکانې دجلسې لپاره دروانيدو څخه دمخه د اسلام اباد بني گالا کې ميډيا سره خبرو کې عمران خان وويل ددهاندلۍ په ذريعه چې کوم حکومت جوړيږي هغه داولس په خيرښيگړه پيسې نۀ خرڅ کوي بلکې په هاغو خلکو يې خرڅ کوي دنورو پيسو په پيدا کولو کې ورسره مرسته کوي اؤ زياته يې کړه چې اوس به څوک ( انتخاباتو کې) ټگۍ کولو ته نۀ پريږدي.

عمران خان وويل " ما ددهرنې ١٠٠ ورځې مکمل کړې اؤ دراتلونکو ١٠٠ؤ ورځو لپاره هم تيار يم ، ځکه چې تر څو مونږ د٢٠١٣م دانتخاباتو احتساب نۀ وي کړى تر هغې دې ملک کې دهاندلي نۀ شي اودريدى ، بلکې دهاندلۍ کې به نوره اضافه کيږي"

داطلاعاتو دوزير پرويز رشيد له لوري دعمران خان په اثاثو داعتراض په اړه دپي ټي ائي مشر وويل دهغه ټولې اثاثې واضحه دي" زما ټول هر څه زما په نوم دي ، ددې نه علاوه چې هر څه وي هغې دې حکومت په غريبانانو وويشي ، کۀ زما په نوم څه دي اؤ ما هغه نۀ دي ښکاره کړي نو دا خو دحکومت نااهلي ده چې زۀ يې تر دې وخته ونۀ نيولم"

عمران خان وويل " زۀ خو په حکومت کې نۀ يم ، اصل جواب خو حکومت کې شاملو کسانو ته ورکول دي چې دهغوي سره دومره پيسه دکوم ځايې نه راغله، شريف کورنۍ ٢٠ کاله وړاندې دملک نه بهر څومره جائيداد لرلو اؤ اوس څومره شوى ، دا دې ووئيل شي"

هغه وويل نړيوال مارکيټ کې دپيټرولو نرخ دتيرو پينځوؤ مياشتو راهسې ٢٥ فيصده راپريوتى ، خو په دې حساب سره حکومت نرخونه نۀ دي کم کړي بلکې حکومت اولس ته داسانتيا ورکولو پځايې دبجلۍ نرخونو کې اضافې کولو سره ٤٠ اربه روپۍ وگټلې اؤ زيات بلونه ددې نه علاوه دي.

لاړکانه کې نن دپي ټي ائي دجلسې په اړه عمران خان وويل چې دسندهـ اولس ټول ملک کې تر ټولو زيات مظلوم دى اؤ دنورو پاکستانيانو په پرتله دډير بدلون خواهش لري.

دتحريک انصاف مشر عمران خان په ٣٠م نومبر دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دحکومت په ضد ديوې لويې سياسي جلسې کولو اعلان کړى.

عمران خان سږکال د١٤م اگست څخه دنواز شريف دحکومت خلاف اسلام اباد کې په احتجاج بوخت دى اؤ دپارليمنټ هاؤس نه بهر دهغه احتجاجي دهرنا اوس هم روانه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG