لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کابل سره غوره اړيکو ته ليواله دى،خارجه دفتر


 دخارجه دفتر وياندې وويل چې پاکستان ته دافغانستان دصدر اشرف غني اوسنۍ کاميابه وه اؤ زياته يې کړه چې پاکستان دافغانستان دپرمختگ په اړه گڼې منصوبې ترسره کوي.
دخارجه دفتر وياندې وويل چې پاکستان ته دافغانستان دصدر اشرف غني اوسنۍ کاميابه وه اؤ زياته يې کړه چې پاکستان دافغانستان دپرمختگ په اړه گڼې منصوبې ترسره کوي.

پاکستان وائي سيمه کې دامن اؤ ثبات لپاره افغانستان سره غوره اؤ دوستانه اړيکو ته ليواله دى.

دغه څرگندونې دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم دزيارت په ورځ اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال کړي دي.

دخارجه دفتر وياندې وويل چې پاکستان ته دافغانستان دصدر اشرف غني اوسنۍ کاميابه وه اؤ زياته يې کړه چې پاکستان دافغانستان دپرمختگ په اړه گڼې منصوبې ترسره کوي.

دپاکستان ددوه ورځني سفر په پايې کې دافغانستان صدر اشرف غني پاکستان سره په شريکه دترهه گرۍ په ضد دجگړې دمقابلې اؤ اسلام اباد سره داړيکو دنوي باب دپرانستو ژمنه کړې وه.

تسنيم اسلم وويل پاکستان دترهه گرۍ ښکار دى چرته چې تقريباً پينځه پنځوس زرو کسانو خپل ژوند قربان کړى.

هغې دعوه وکړه چې دهيواد وسله وال پوځونه دترهه گرو په ضد شمالي وزيرستان کې ضرب عضب عمليات پيل کړي چې پکې بغير دکوم فرق نه تندلاري په نخښه کولى شي.

شمالي وزيرستان کې دروانو پوځي عملياتو په اړه پوښتنې هاغه مهال راپورته شوې چې تيره اوونۍ دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ صلاح کار سرتاج عزيز يوه مرکه کې وويل هاغه تندلاري په نخښه کول نۀ دي پکار چې دپاکستان دسلامتۍ لپاره خطره نۀ وي.

خو دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف چې اوس مهال دامريکا په سفر دى په واضحه ټکو کې وئيلي دي چې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې ضرب عضب اپريشن کې ټول ترهه گر پرته له کوم فرق نه په نخښه کولى شي، ددغه اپريشن مقصد دترهه گرۍ دستونزې نه تل لپاره نجات ترلاسه کول دي اؤ دوروستي ترهه گر تر ختميدو به روان وي.

جنرل راحيل دا هم وئيلي دي چې دترهه گرۍ په ضد کيمپئن يواځې وزيرستان يا خيبرايجنسۍ پورې محدود نۀ دى بلکې دټول هيواد په کچه دى.

تسنيم اسلم وويل سيمه کې ټولنيز ټولنيز دغربت ، بې روزگارۍ اؤ ټولنيز عدم مساوات په گډون نورو ستونزو ترهه گرۍ ته هوا ورکړې خو پاکستان دغربت دخاتمې لپاره هڅې کوي.

هغې وويل چې دهند له لوري دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف ته نيپال کې دسارک دراتلونکې غونډې په اړه دکوم گاډي وړانديز نۀ ؤ شوى اؤ زياته يې کړه چې " نو دوړانديز درد کولو پوښتنه نۀ راولاړيږي"

په ١٧م نومبر يو نيپالي چارواکي وئيلي وؤ چې دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دنيپال کټهمنډو کې دجنوبي ايشياء دمشرانو لپاره دورکړل شوي بُلټ پروف گاډي استعمالول رد کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG