لاس رسیدونکی لینک

دوروستي ترهه گر تر ختميدو به عمليات روان وي، جنرل راحيل


دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف وئيلي دي چې داخري ترهه گر تر خاتمې به دتندلارو په ضد اپريشن روان وي اؤ ددغه ستونزې به دتل لپاره نجات ترلاسه کولى شي.

امريکا ته دخپل سفر په مهال جنرل راحيل شريف دا خبره هم تکرار کړې چې دپاکستان پوځ به پخپلو قبائيلي سيمو کې ترلاسه کړل شوې کاميابۍ نورې مضبوطوي اؤ هڅه به کوي چې ترهه گر يوځل بيا دپاکستان په خاوره خپلې محفوظې ځالې جوړې نۀ کړل شي.

دپاکستان دسرکاري ميډيا ترمخه جنرل راحيل دامريکا دقومي سلامتۍ دمشير سوزن رائس سره ليدنه کړې چې پکې دامن وامان په موجوده وضعيت تفصيلي خبرې اترې شوي دي اؤ په دې خبره داطمينان څرگندونه شوې چې دوه اړخيزه اړيکې مثبت اړخ ته ورسمې شي.

دغه ليدنه کې کشمير کې په لا ئن اف کنټرول اؤ ورکنگ باؤنډرۍ دهند اؤ پاکستان ترمينځ دډزو اؤ گوله بارۍ نه پس په رامينځته شوي صورتحال هم جنرل راحيل دامريکا دقومي سلامتۍ صلاح کار خبر کړو، همدغه شان په دغه مهال افغانستان سره دپاکستان په اړيکو اؤ دلوړې کچې په رابطو هم غور وشو.

بل لوري ته دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار له لوري جاري شوي يو بيان کې ترمخه دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف واشنگټن کې دپاکستاني سفير جليل عباس جيلاني ترڅنگ دامريکائي سينيټ دخارجه چارو په اړه دکميټۍ ، دوسله والو پوځونو دکميټې اؤ دانټلي جنس دسلکيټ کميټۍ غړو سره ليدنې کړي، په دغه موقع سينيټر جان مکين هم موجود ؤ.

دبيان ترمخه سينئر امريکائي قانون سازانو قبائيلي سيمه کې دتندلارو خلاف دپاکستاني پوځ دکارروائيو له امله دتندلارو دکمانډ اينډ کنټرول دبنيادي ځاندرې دتباه کيدو اعتراف وکړو اؤ وې وئيل چې دپاکستاني پوځ دعملياتو په نتيجه کې لاسته راوړل شوې کاميابۍ دستائيلو وړ دي.

دکميټۍ له لوري دترهه گرۍ په ضد دپاکستاني پوځ دهڅو ستائينه وشوه.

امريکائي سينيټرانو سره ليدنه کې دسيمې دسلامتۍ په مجموعي صورتحال اؤ دافغانستان په اړه په چارو خبرې اترې وشوې.

دواړو خواؤ دسلامتۍ دوه اړخيزه څانگه کې مرسته راتلونکو مياشتو کې دنورې مضبوطولو اؤ ورته دودې ورکولو دخواهش څرگندونه وکړه.

دپاکستاني سفارت خانې په يوه ميلمستيا کې دوينا په مهال دپوځ سرلښکر وويل دکمان سمبالولو وروستو يې دترهه گرو دخاتمې ژمنه کړې وه" دغو ترهه گرو زمونږ پوځيان وژلي اؤ دهغوي په سرونو يې فټ بال کړى، دوي وحشيي اؤ ځنگليان دي"

هغه وويل " مونږ دسياسي حکومت سره دصلاح مشورو اؤ ټول قام دملاتړ نه پس پوځي عمليات دلويې ارادې اؤ خلوص سره پيل کړي ، کوم چې په کاميابۍ سره روان دي اؤ دې کې به ترهه ختمولى شي"

دترهه گرۍ په ضد جگړه کې افغانستان سره دمرستې ديادونې په مهال جنرل کياني وويل چې دې لړ کې افغان حکومت اؤ پوځ سره په گډه کار کوي.

جنرل کياني دصدر اشرف غني دنوې انتظاميې لاندې په راتلونکو مياشتو کې دترهه گرۍ په ضد دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ دنزدې مرستې اؤ همکارۍ هيله وکړه اؤ په سيمه کې يې دامن اؤ ثبات دټينگښت اميد يې څرگند کړو.

دپوځ سرلښکر امريکا ته پخپل اوسنۍ دوره داطمينان څرگندونه وکړه اؤ وې وئيل چې خپلو سيالانو سره يې په پوځي کچه غوره ليدنې کړي دي.

هغه وويل افغانستان کې دنوي حکومت جوړيدو نه پس به دترهه گرۍ په ضد جگړه کې واضحه بدلون راشي.

شمالي وزيرستان کې دضرب عضب اپريشن په حواله دپوځ سرلښکر وويل " زۀ په واضحه ټکو کې ووايم چې دا( کارروائي) دهررقم ترهه گرو په ضد ده اؤ که حقاني نيټ ورک وي يا ټي ټي پي دا دټولو خلاف بغير دفرق نه کولى شي"

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف چې اوس مهال دامريکا په سفر دى په واضحه ټکو کې وئيلي دي چې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې ضرب عضب اپريشن کې ټول ترهه گر پرته له کوم فرق نه په نخښه کولى شي، ددغه اپريشن مقصد دترهه گرۍ دستونزې نه تل لپاره نجات ترلاسه کول دي اؤ دوروستي ترهه گر تر ختميدو به روان وي.

جنرل راحيل دا هم وئيلي دي چې دترهه گرۍ په ضد کيمپئن يواځې وزيرستان يا خيبرايجنسۍ پورې محدود نۀ دى بلکې دټول هيواد په کچه دى.

پخپلو څرگندونو کې په امريکا کې دپاکستان سفير جليل عباس جيلاني دترهه گرۍ په ضد دپاکستان جگړې اؤ مخ په ښه کيدو پاک افغان اړيکو ته په اشارې کولو سره وويل دغه پرمختگونه دپاکستان اؤ امريکا نزدې مرستې ته اړتيا لري.

پاکستاني سفير وويل چې دفاعي اړيکې دپاک امريکا داړيکو يوه مهمه برخه ده.

ميډيا سره لنډو خبرو کې دپاکستان اؤ افغانستان لپاره دامريکا ځانگړي استازي ډين فيلډمين وويل چې امريکا ته دخپل سفر په مهال دپاکستان دپوځ سرلښکر مثبتې اؤ تعميري ليدنې کړي دي.

دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف اوس مهال دامريکا په دوره دى.

دپاکستان پوځ سږکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې وروستو له هغې عمليات پيل کړل چې طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دحملې ذمه واري په غاړه واخسته اؤ دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ مذاکرات ناکام شول، دپاکستان پوځ دعوه کوي چې دشمالي وزيرستان په عملياتو کې يې دې تر دې مهاله د١٢٠٠ؤ نه زيات ترهه گر وژلي دي.

شمالي وزيرستان دالقاعده سره دتړلو طالب جنگيالو يوه مضبوطه ځاله گڼل کيده اؤ امريکائي چارواکو دغه سيمه کې دډير وخت راهسې پاکستان څخه دعملياتو پيل کولو غوښتنه کوله.

خو پاکستان دريځ لرلو چې شمالي وزيرستان کې به پوځي عمليات په مناسب وخت ځمکنو حقيقتونو اؤ خپلو ملي وسيلو ته په کتلو سره پيل کوي.

XS
SM
MD
LG