لاس رسیدونکی لینک

حقاني نيټ ورک سيمې لپاره خطره ده، امريکا


دامريکا دخارجه محکمې دپريس افس ډائريکټر جيف راتهکى وئيلي دي چې هغوي دپاکستان حکومت ته دډير وخت راهسې خپله نقطه نظر په ډاگه چې دپاکستاني طالبانو اؤ حقاني نيټ ورک په گډون تندروه ډلې دپاکستان، سيمې اؤ امريکا لپاره خطره ده.

دامريکا خارجه محکمې پاکستان ته دشورو په ورځ ورپه ياده کړې چې تندروه ډله حقاني نيټ ورک هم دنورو ترهه گريزو ډلو پشان دسيمې دسلامتۍ لپاره يوه خطره ده.

دامريکا دخارجه محکمې دپريس افس ډائريکټر جيف راتهکى وئيلي دي چې هغوي دپاکستان حکومت ته دډير وخت راهسې خپله نقطه نظر په ډاگه چې دپاکستاني طالبانو اؤ حقاني نيټ ورک په گډون تندروه ډلې دپاکستان، سيمې اؤ امريکا لپاره خطره ده.

هغه وئيلي دا ډيره مهمه ده چې ټولو تندروه ډلو ته دمحفوظو ځالو دنۀ ورکولو لپاره ټولې هڅې وکړل شي.

دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو دصلاح کار سرتاج عزيز په دې بيان چې هاغه تندلاري په نخښه کيدل نۀ دي پکار چې دپاکستان دسلامتۍ لپاره خطره نۀ ده ، راتهکى وويل چې” امريکا باور لري چې ټولې ترهه گريزې ډلې دسيمې اؤ نړيوالې سلامتۍ لپاره خطره ده“

دغه امريکائي چارواکي وويل چې” مونږ به دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف ته هم دا پيغام تکراروؤ“

توقع کيږي چې دامريکا دخارجه محکمې چارواکي به روانه اوونۍ کې جنرل راحيل شريف سره ليدنه وکړي، دپاکستان دپوځ سرلښکر اوس مهال دامريکا په سفر دى اؤ دغلته يې دسينئر امريکائي پوځي چارواکو سره ليدنې کړي دي.

دپاکستان خارجه دفتر دنهې په ورځ وئيلي وؤ چې يوه مرکه کې سرتاج عزيز دتيرو وختونو پرمختگونو ته اشاره کوله نۀ چې موجوده صورتحال ده اؤ زياته کړې يې ده چې پاکستان دترهه گرو په ضد دخپل تاريخ تر ټولو ستر پوځي عمليات دوړاندې نه پيل کړي چې پکې ټول ترهه گر پرته له کوم فرق نه په نخښه کوي.

خو امريکائي ميډيا کې ددغه مرکې تاثر د اسې تللى چې اسلام اباد اوس هم حقاني نيټ ورک سره خپلې اړيکې برقراره ساتل غواړي.

ځينو مبصرينو دسرتاج عزيز په دغه مرکه درايې ورکولو په مهال دا دعوه هم کړې چې دغه بيان دافغانستان په اړه داولسي حکومت اؤ پاکستان ددفاعي اسټيبلشمنټ ترمينځ دمخ په زياتيدونکې فاصلې عکاسي کوي

خو راتهکى بيا وائي چې دپاکستان حکومت امريکا ته باور ورکړى چې پرته له کوم فرق څخه دترهه گرو ټولې ډلې په نخښه کول دهغوي تگلاره ده.

هغه وويل چې پاکستان دسرتاج عزيز په مرکه دوړاندې نه خپل دريځ په ډاگه کړى اؤ” مونږ “ ددغه وضاحت هرکلى کوؤ اؤ په دې پوهيږو چې پاکستان دترهه گرۍ دټولو شکلونو مخالف دى اؤ دا چې شمالي وزيرستان کې پوځي عملياتو کې ټولې ترهه گريزې ډلې په نخښه کيږي.

XS
SM
MD
LG