لاس رسیدونکی لینک

چارسده : دلاسي بم حمله کې دوه پوليس وژل شوي


دغه پيښه دخيبرپښتونخوا دسرښار پيښور نه ٣٠ کلو ميټره لرې شمال لوري ته دچارسدې په شبقدر علاقه کې رامينځته شوې.

پوليس وائي چې دخيبرپښتونخوا صوبې چارسده ضلع کې دلاسي بم په يوه حمله کې لږ ترلږه دوه پوليس عسکر وژل شوي اؤ يو ژوبل شو ىدى.

دغه پيښه دخيبرپښتونخوا دسرښار پيښور نه ٣٠ کلو ميټره لرې شمال لوري ته دچارسدې په شبقدر علاقه کې رامينځته شوې.

دضلعي پوليسو مشر شفيع الله خان دپيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل چې " په موټر سائيکل سورو دوؤ کسانو سيمه کې په گزمه بوخت دپوليسو په يو گاډي يو لاسي بم ورغورځولى ، دوه پوليس يې وژلي اؤ يو يې ژوبل کړى"

هغه وويل چې يو پوليس په موقع مړ شوى اؤ بل هسپتال کې ساه ورکړې ده.

يو بل مقامي پوليس افسر اصغر خان هم ددغه پيښې پخلى کړى دى.

بل لوري ته دتحريک طالبان پاکستان دجماعت احرار ډلې وياند احس ان الله احسان ددغه پيښې ذمه واري په غاړه اخستې.

پاکستان سږکال دجون په مياشت کې دترهه گرو لويې مرکز گڼل کيدونکې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې وروستو له هغې عمليات پيل کړل چې طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه ديوې حملې ذمه واري په غاړه واخسته اؤ دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ مذاکرات ناکام شول.

خيبرايجنسۍ کې هم پوځ دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي اؤ ددغو عملياتو نه وروستو دهيواد بيلا بيلو برخو کې په امنيتي ځواکونو حملو کې چټکتيا راغلې ده.

XS
SM
MD
LG