لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : دجيټ الوتکو بمبارۍ کې شپږ جنگيالي وژل شوي

 دامنيتي سرچينو ترمخه دترهه گرو په ضد په شکمنو ځالو دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په ملک دين خيل، تور دره اؤ دوا توائي کې دجيټ الوتکو نه بمباري شوې چې پکې شپږ تندلاري وژل شوي اؤ دهغوي درې ځالې هم تباه شوي دي.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دنهې په ورځ دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد ترسره شوؤ عملياتو کې لږ ترلږه ٦ جنگيالي وژل شوي دي.

دامنيتي سرچينو ترمخه دترهه گرو په ضد په شکمنو ځالو دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په ملک دين خيل، تور دره اؤ دوا توائي کې دجيټ الوتکو نه بمباري شوې چې پکې شپږ تندلاري وژل شوي اؤ دهغوي درې ځالې هم تباه شوي دي.

دسږکال دجون مياشت کې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دپاکستان پوځ عمليات پيل کړي وؤ اؤ دپوځ ترمخه شمالي وزيرستان نه دتښتيدلو جنگيالو په ضد قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې هم پوځي عمليات پيل کړي چې پکې د١٠٠ؤ نه زيات جنگيالي وژل شوي اؤ دمهمو کمانډرانو په گډون ٣٥٠ؤ جنگيالو ځانونه امنيتي ځواکونو ته سپارلي دي.

خيبرايجنسۍ کې ددغو عملياتو له امله سيمې نه په زرگونو خلکو کډې هم کړي دي.

سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دخيبرايجنسۍ عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG