لاس رسیدونکی لینک

پاکستان دډرون حملو داودرولو غږ کړى


ملگرو ملتونو کې دپاکستان مستقل استازي مسعود خان دملگرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته وئيلي دي چې دپاکستان قبائيلي سيمو کې ډرون حملې دنړيوالو قوانينو ، دهغوي دخپلواکۍ اؤ علاقائي سالميت خلاف ورزي ده.

پاکستان پخپله خاوره دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون دحملو په سمدستي توگه داودرولو غږ کړى اؤ وئيلي يې دي چې دغه حملې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دگټې پځايې تاوان راولاړوي.

ملگرو ملتونو کې دپاکستان مستقل استازي مسعود خان دملگرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته وئيلي دي چې دپاکستان قبائيلي سيمو کې ډرون حملې دنړيوالو قوانينو ، دهغوي دخپلواکۍ اؤ علاقائي سالميت خلاف ورزي ده.

مسعود خان وويل په داسې حال کې چې پاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دترهه گرو دله مينځه وړلو لپاره په ضرب عضب عملياتو بوخت دى ددغو حملو( ډرون) هيڅ جواز نۀ جوړيږي.

پاکستان سږکال دجون په مياشت کې خپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دمقامي اؤ غيرملکي ترهه گرو په ضد وروستو له هغې پوځي عمليات پيل کړل چې پاکستاني طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دحملې ذمه واري په غاړه واخسته اؤ دپاکستان دحکوومت اؤ طالبانو ترمينځ مذاکرات ناکام شول.

دپاکستان پوځ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې د١٢٠٠ؤ نه زيات ترهه گر وژلي اؤ دهغوي يواځې ١٠٠ؤ پوځيانو دغو عملياتو کې خپل ژوند دلاسه ورکړى ، خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغه جگړه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نه شي کيدى.

پاکستاني استازي وويل چې ډرون حملو کې اولسي وگړو ته اوښتې مرگ ژوبله اولسي جذبات راپاروي.

پاکستان که هر څو پخپلو قبائيليو سيمو دډرون حملې دبشري حقونو اؤ نړيوالو قوانينو خلاف ورزي گرځوي خو امريکائي چارواکي دترهه گرۍ په ضد جگړه کې ډرون حملې يوه موثره وسله گڼي.

XS
SM
MD
LG