لاس رسیدونکی لینک

پاکستان لپاره چې کوم تندلاري خطره نۀ ده هغوي په نخښه کيدل نۀ دي پکار،سرتاج عزيز


سرتاج عزيز په ډاگه کړه چې افغان حکومت دې تندروه ډلې حقاني نيټ ورک سره خبرې اترې وکړي اؤ هغوي به دخپل لوري دافغان طالبانو دقائلولو هڅه وکړي.

دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ په اړه دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز پوښتنه راولاړه کړې چې پاکستان هاغه تندلاري ولې په نخښه کړي چې دپاکستان دسلامتۍ لپاره خطره نۀ ده.

بي بي سي سره يوه مرکه کې سرتاج عزيز دعوه کړې ده چې پاکستان په افغانستان کې دامريکائي ځواکونو دپه نخښه کوونکو جنگيالو په ضد سخت گامونه اخستي اؤ دهغوي توان يې ختم کړى دى.

خو ددې ترڅنگ دخارجه چارو صلاح کار دا پوښتنه هم وکړه چې ايا “ څوک دامريکا دښمنان دي هغوي خامخا زمونږ دښمنان شول؟”

دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو صلاح کار که يو لوري ته دريځ لري چې هاغه تندلاري نۀ دي په نخښه کيدل پکار ، کوم چې دپاکستان لپاره خطره نۀ ده نو بل اړخ ته هغه وائي چې پاکستان پخپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو " ضرب عضب" په مهال دتندلارو ټولې ډلې پرته له کوم فرق څخه په نخښه کوي.

شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب په مهال افغان اؤ امريکائي چارواکو تور لگولى چې پاکستان په دغو عملياتو کې دفرق نه کار اخلي اؤ نۀ يواځې دا چې دحقاني نيټ ورک سره تعلق لرونکي جنگيالي نۀ په نخښه کوي بلکې هغوي ته يې خوندي لار هم ورکړې ده.

خو سرتاج عزيز دعوه وکړه چې سږکال په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې دضرب عضب عملياتو پيل کيدو نه وړاندې که کوم تندلاري تښتيدلي وي ، وي به ، خو کوم چې پاتې شوي دهاغو ټولو په ضد پاکستان عمليات کړي دي.

هغه وويل” کله چې امريکې په افغانستان حمله وکړه نو هاغه ټول خلک چې مونږ ورته وسله اؤ تربيت ورکړى ؤ، هغوي زمونږ اړخ ته را ديکه کړى شول، دهغوي نه ځينې زمونږ لپاره خطره ده اؤ ځينې نه ، نو مونږ ټول ولې دښمنان جوړ کړو“

دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار دعوه وکړه چې دامريکې اؤ پاکستان اړيکې په سم لوري ورروانې دي.

سرتاج عزيز په ډاگه کړه چې افغان حکومت دې تندروه ډلې حقاني نيټ ورک سره خبرې اترې وکړي اؤ هغوي به دخپل لوري دافغان طالبانو دقائلولو هڅه وکړي.

هغه وويل چې اسلام اباد ته دافغانستان دصدر اشرف غني داوسنۍ دورې په مهال پريکړه شوې وه چې پاکستان اؤ افغانستان دواړه به خپله خاوره دبل په ضد استعماليدو ته نۀ پريږدي.

XS
SM
MD
LG