لاس رسیدونکی لینک

تندلارو تيراه کې يو تن نه سر پرې کړى،راپور


ورځپاڼه دسرچينو له خُلې ليکي چې دغه تن سر په يو مارکيټ کې پرې کړل شوى اؤ تندلارو خلکو ته حکم کړى چې دماښام پورې ددغه تن مړى دځايې نه نۀ لرې کوي.

دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان پخپل يو راپور کې وئيلي دي چې دجمعې په ورځ دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په مهربان کلي کې تندلارو امنيتي ځواکونو لپاره دجاسوسۍ په تور يو تن سر پرې کړى دى.

ورځپاڼه دسرچينو له خُلې ليکي چې دغه تن سر په يو مارکيټ کې پرې کړل شوى اؤ تندلارو خلکو ته حکم کړى چې دماښام پورې ددغه تن مړى دځايې نه نۀ لرې کوي.

مهربان کولى اؤ پيوست سيمې دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان( طارق افريدي ډلې) په کنټرول کې دي خو لشکراسلام هم دغلته اثرورسوخ لري.

دغو دواړو ډلو پخپلو کې وروستو له هغې لاسونه يو کړي چې دلشکراسلام مشر منگل باغ ټولو تندروه ډلو ته په ١٦م اکتوبر دخيبر ون پوځي اپريشن شروع کيدو نه پس باړې ته دامنيتي ځواکونو خلاف دجگړې لپاره دورټوليدو بلنه ورکړه.

ورځپاڼه ليکي چې دحکومت پلوه ډلې توحيد اسلام رضاکارو دلشکراسلام دوه خواخوږي نيولي اؤ هغوي يې کوم نامعلوم ځايې ته منتقل کړي دي، ددغو کسانو نومونه نياز اؤ مهراب گل ښودل شوي دي.

بل لوري ته دقدرتي افتونو په مهال دمرستې ادارې ( فاټا ډيزاسټرمنيجمنټ اتهارټي) وئيلي دي چې په 364,960 کسانو مشتملو 53,819ؤ کسانو تر دې مهاله باړې اؤ تيراه نه کډې کړي دي، په دغو کسانو کې 213,195 ماشومان اؤ 77,319 زنانه شاملې دي.

همدغه شان لشکراسلام سره تعلق لرونکو ٣٩ؤ جنگيالو، چې پکې دهغوي دوه مشران اکبر اؤ جاويد هم شامل دي ، خيبرايجنسۍ کې ځانونه امنيتي ځواکونو ته سپارلي دي.

XS
SM
MD
LG