لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني دجمعې په ورځ دپاکستان دوره کوي


 پاکستان ته د افغان صدر اشرف غني ددغه دوه ورځنۍ دورې پخلى دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال کړى دى.
پاکستان ته د افغان صدر اشرف غني ددغه دوه ورځنۍ دورې پخلى دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال کړى دى.

دپاکستان دخارجه دفتر ترمخه دافغانستان صدر اشرف غني احمدزى به دجمعې په ورځ پاکستان ته په دوه ورځني سفر وررسيږي.

پاکستان ته د افغان صدر اشرف غني ددغه دوه ورځنۍ دورې پخلى دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال کړى دى.

دتسنيم اسلم وينا ده چې دجمعې په ورځ پاکستان ته له رسيدو وروستو به افغان صدر اشرف غني دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف اؤ صدر ممنون حسين سره په دوه اړخيزه اړيکو اؤ دسيمې په امنيتي وضعه خبرې اترې کوي.

هغې وويل چې په دغه موقع به ددواړو ملکونو په گډه پوله دتحفظ معاملې هم تر غور لاندې راځي.

دخارجه دفتر وياندې وويل چې پاکستان په ټولو شکلونو کې دترهه گرۍ غندنه کوي.

افغان صدر اشرف غني پاکستان ته دغه دوره په داسې حال کې کوي چې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف هم تيره اوونۍ دکابل په يوه ورځنۍ دوره دصدر اشرف غني په گډون لوړپوړو افغان چارواکو سره ليدنې کړې اؤ هغوي سره يې په بيلا بيلوچارو خبرې اترې کړې وې.

کابل ته ددغه دورې په مهال دپاکستان دپوځ سرلښکر دپاکستان په پوځي تربيتي مرکزونو کې دافغان پوځ دروزنې وړانديز کړى ؤ.

اخوا وال سټريټ جرنل سره خبرو کې دافغانستان دصدر يووياند وئيلي دي چې اسلام اباد ته ددورې په مهال صدر اشرف غني غواړي چې (پاکستان سره ) حقيقي اؤ ريښتونې مرسته اؤ ملگرتياجوړه کړي.

اشرف غني په داسې وخت کې دپاکستان دوره کوي چې دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دضرب عضب په نوم په عملياتو بوخت دى.

دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه تيره مياشت پيښور کې يو پريس کانفرنس ته دوينا په مهال وئيلي وؤ چې شمالي وزيرستان کې دپيل کړل شوؤ عملياتو په تناظر کې افغانستان هاغه شان مرسته نۀ کوي لکه څنگه چې پوځ دهغوي توقع کوله.

هغه تور لگولى ؤ چې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان افغانستان کې مرکزونه لري اؤ ددغه ځايې نه (دپاکستان په ضد) فعاليتونه کوي خو افغان چارواکي دريځ لري چې بهرنو ترهه گرو ته پناه ورکول دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه دهغوي دتگلارې برخه نۀ ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG