لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : نښته کې دتندروه کمانډر په گډون ٦ جنگيالي وژل شوي


سرچينې وائي دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په نري بابا علاقه کې دامنيتي ځواکونو امن لښکر دغړو اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ سخته نښته شوې
سرچينې وائي دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په نري بابا علاقه کې دامنيتي ځواکونو امن لښکر دغړو اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ سخته نښته شوې

راپورونه وائي دپاکستان قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دزيارت په ورځ دامنيتي ځواکونو اؤ امن لښکر دغړو سره يوه نښته کې لږ ترلږه شپږ جنگيالي وژل شوي دي.

سرچينې وائي دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په نري بابا علاقه کې دامنيتي ځواکونو امن لښکر دغړو اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ سخته نښته شوې چې پکې شپږ تندلاري وژل شوي اؤ په وژل شوؤ کې دتندروه ډلې لښکر اسلام يو کمانډر گل بت هم شامل دى.

دسرچينې وينا ده چې نښته کې دامن لښکر شپږ غړي هم ژوبل شوي چې يو نزدې روغتون ته دعلاج لپاره رسول شوي دي.

دپاکستان دپوځ ترمخه خيبرايجنسۍ کې دتيرې مياشتې راهسې دتندروه ډلې لښکر اسلام دجنگيالو په گډون سيمه کې دفعاله تندلارو اؤ شمالي وزيرستان نه دغلته دتښتيدلو اؤ پټو شوؤ ترهه گرو په ضد عمليات روان.

چارواکي وائي دخيبرايجنسۍ عملياتو کې تر دې مهاله د١٠٠ؤ نه زيات جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي په لسگونو ځالې هم تباه شوي دي.

خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو پيل کيدو نه وروستو سيمې نه په زرگونو خلکو خوندي سيمو ته کډې هم کړي دي.

خيبرايجنسۍ کې له دې وړاندې هم دامنيتي ځواکونو له لوري په بيلا بيلو نومونو عمليات ترسره شوي اؤ سيمې نه دترهه گرو دپاکولو دعوې شوي خو ددې باوجود هم سيمه کې وخت په وخت دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دنښتو راپورونه ترلاسه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG