لاس رسیدونکی لینک

دعمران اؤ قادري دنيولو وارنټ جاري


دترهه گرۍ دمخنيوي دعدالت جج کوثر عباس زيدي دسيکرټريټ پوليس اسلام اباد دپوليسو له لوري ددرج شوې مقدمې اوريدنه وکړه.

داسلام اباد دترهه گرۍ دمخنيوي يو عدالت په پارليمنټ هاؤس اؤ دپاکستان ټيلي ويژن په ودانۍ دحملې په تور کې دپاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک دمشرانو عمران خان اؤ طاهرالقادري په گډون ددغو گوندونو دگڼو مشرانو دنيولو ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړى.

بل لوري ته دتحريک انصاف مشر عمران خان داسلام اباد ډي چوک کې خپلو پلويانو ته دوينا په مهال حکومت ته چيلنج ورکړى چې دهغه دنيولو جرائت دې وکړي اؤ زياته کړې يې ده چې خپل ضمانت به نۀ کوي.

دترهه گرۍ دمخنيوي دعدالت جج کوثر عباس زيدي دسيکرټريټ پوليس اسلام اباد دپوليسو له لوري ددرج شوې مقدمې اوريدنه وکړه.

مقدمه کې پوليسو په سرکاري ادارو حملو کې دککړو ملزمانو گرفتارۍ لپاره دوارنټ جاري کولو غوښتنه کړې وه، چې په دې دعدالت جج کوثر عباس زيدي دعمران خان اؤ طاهرالقادري په گډون دنورو ملزمانو خيبرپښتونخوا دوزيراعلي پرويز خټک، شاه محمود قريشي، شيخ رشيد، سيف الله نيازي، عامر مغل، اسد عمر اؤ ډاکټر رحيق عباسي دنيولو وارنټ جاري کړو

په پارليمنټ هاؤس اؤ دپي ټي وي په ودانۍ دغه حملې هاغه مهال شوې وې کله چې د١٤م اگست راهسې دشروع شوؤ دهرنو په مهال دتريک انصاف اؤ عوامي تحريک کارکوونکو اسلام اباد کې دشاهراه دستور په لوري دوړاندې تللو هڅه کوله.

ددغه گډوډي په مهال دپي ټي وي ودانۍ ته پاريدلي کسان ورداخل شوي وؤ اؤ ددغه سرکاري ټيلي ويژن خپرونې يې ځنډولې وې.

بل لوري ته عمران خان وئيلي دي " ما دځان دنيول کيدو په حواله زيرى واوريدو، زۀ په ډاگه کول غواړم چې په دغه ورځ کنټينر کې اودۀ ؤم"

عمران خان دعوه وکړه چې دهغه دنيول کيدو وارنټ له دې امله جاري کړل شوى چې ميا صيب په ٣٠م نومبر داسلام اباد دجلسې نه خطره محسوسوله اؤ زياته يې کړه که هغه گرفتار هم کړل شو نو بيا به هم دغه جلسه دهغه په غيرموجودگۍ کې دپاکستان دتاريخ تر ټولو لويه جلسه وي.

" دپاره ما به جيل کې اوسيدل ډير اسان وي ځکه چې زۀ دتيرو دريوؤ مياشتو راهسې کنټينر کې اوسيږم، خو ميا صيب زۀ تاته وئيل غواړم چې زما دنيولو به تاته ډير لويې قيمت ادا کول پيښيږي"

دپي ټي ائي مشر دعوه وکړه چې پلټنو نه به ډاگه شي چې دا يو " فکسډ ميچ" ؤ اؤ دپي ټي وي په ودانۍ حمله کې دننني لاسونه ککړ وؤ اؤ هغه پخپلو کارکونکو غږ کړى ؤ چې دپي ټي وي دودانۍ نه دې لرې اوسي.

XS
SM
MD
LG