لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : دډرون حمله کې شپږ کسان وژل شوي


 داستخباراتي سرچينو ترمخه امريکائي ډرون دشمالي وزيرستان ايجنسۍ ددته خيل تحصيل په دوا توئي علاقه کې په يوه ودانۍ اؤ يو گاډي دوه ميزائيلونه داغلي دي.
داستخباراتي سرچينو ترمخه امريکائي ډرون دشمالي وزيرستان ايجنسۍ ددته خيل تحصيل په دوا توئي علاقه کې په يوه ودانۍ اؤ يو گاډي دوه ميزائيلونه داغلي دي.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلى سيمه شمالي وزيرستان کې دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو لخوا ترسره شوي يو ه ميزائيلي حمله کې لږ ترلږه شپږ کسان وژل شوي دي.

داستخباراتي سرچينو ترمخه امريکائي ډرون دشمالي وزيرستان ايجنسۍ ددته خيل تحصيل په دوا توئي علاقه کې په يوه ودانۍ اؤ يو گاډي دوه ميزائيلونه داغلي دي.

دغه حمله کې شپږ کسان وژل شوي اؤ په نخښه شوې وداني پکې تباه شوې، دحملې نه پس هم سيمه کې جاسوسي الوتکو الوتنې کولې.

پيښه کې دوژل شوؤ کسانو پيژندگلو نۀ ده شوې.

شمالي وزيرستان کې دډرون دغه حمله په داسې حال کې شوې چې دغه سيمه کې دپاکستان دپوځ له لوري هم دمقامي اؤ غيرملکي تندلارو خلاف دضرب عضب په نوم عمليات روان دي چې پکې يې دسلگونو جنگيالو دوژلو دعوه کړې ده.

پاکستان پخپله خاوره دډرون دحملو غندنه کوي اؤ دا دبشري حقونو اؤ نړيوالو قوانينو خلاف ورزي گڼي خو امريکائي چارواکي وائي چې ډرون حملې دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې يوه موثره وسله ثابتيږي.

دپاکستان دخارجه چارو وزارت ترمخه دپاکستان حکومت دنهې په ورځ دشمالي وزيرستان دوا توئي علاقه کې دشوې ډرون حملې غندنه کړې ده.

دخارجه چارو دوزارت دبيان ترمخه پاکستان دغسې حملې دخپلې خپلواکۍ اؤ علاقائي سالميت خلاف ورزي گڼي، په داسې حال کې چې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دترهه گرو خلاف فيصله ييزه کارروائي روانه ده.

بيان کې زياته کړل شوې چې پاکستان په مستقبل کې ددغه شان حملو داودرولو غوښتنه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG