لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې ددولت اسلاميه موجودگي رد


کراچۍ کې رينجرز ځواکونو ته دوينا وروستو ميډيا سره خبرو کې چوهدري نثار علي خان ويل چې " پاکستان کې په دې نوم کوم تنظيم نشته"

دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان دنهې په ورځ پاکستان کې دتندروه ډلې دولت اسلاميه موجودگي رد کړې ده.

کراچۍ کې رينجرز ځواکونو ته دوينا وروستو ميډيا سره خبرو کې چوهدري نثار علي خان ويل چې " پاکستان کې په دې نوم کوم تنظيم نشته"

چوهدري نثار علي خان دسندهـ درينجرز ځواکونو دکردار ستائينه وکړه اؤ وې وئيل چې دغو ځواکونو کراچۍ کې د١٤ؤ مياشتو دهدفي عملياتو په مهال څلور زره کارروايۍ ترسره کړي اؤ اووۀ نيم زره مجرمان يې نيولي دي.

دکورنو چارو وزير ومنله چې پاکستان کې اؤ دپولې پورې غاړه هم گڼ شمير تندروه تنظيمونه فعاله دي.

دکورنو چارو دوزير له لوري پاکستان کې ددولت اسلاميه دموجودگۍ امکان په داسې حال کې رد شوى چې څو ورځې دمخه دبلوچستان حکومت قانون نافذونکو ادارو ته په ليږل شوي يو راپور کې پاکستان کې ددولت اسلاميه( داعش) دمخ په زياتيدونکو قدمونو په اړه خبردارى ورکړى ؤ.

دغه خفيه اطلاعاتي راپور کې وئيل شوي وؤ چې دولت اسلاميه دعوه کوي چې دهنگو اؤ کرمې ايجنسۍ نه يې دلسو زرو نه نيولې تر دولسو زرو پورې جنگيالي بهرتي کړي دي.

دپاکستان دکراچۍ اؤ خانيوال په گډون بيلا بيلو ښارونو کې ددولت اسلاميه په ملاتړ کې په ديوالونو ليکل هم ليدل شوي دي.

ددولت اسلاميه خلاف امريکائي فضائي کارروايۍ روانې دي اؤ تيره ورځ ددغه ډلې په اړه دامريکا صدر براک اوباما وئيلي وؤ چې عراق کې دامريکائي پوځيانو دشميرې ديو په دوه کولو پريکړې سره ددولت اسلاميه خلاف جگړه نوي پړاؤ ته داخله شوې ده.

XS
SM
MD
LG