لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : نښتو کې ٢٤ جنگيالي اؤ څلور عسکر وژل شوي


سرچينې وائي دپاکستان قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې وسله والو جنگيالو دپاکستاني پوځيانو په يو چيک پوسټ حمله کړې اؤ ددغه حملې نه پس ددواړو خواؤ ترمينځ شوې نښته کې دوه عسکر اؤ ١٥ جنگيالي وژل شوي دي.
سرچينې وائي دپاکستان قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې وسله والو جنگيالو دپاکستاني پوځيانو په يو چيک پوسټ حمله کړې اؤ ددغه حملې نه پس ددواړو خواؤ ترمينځ شوې نښته کې دوه عسکر اؤ ١٥ جنگيالي وژل شوي دي.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا بنو، قبائيلي سيمو اورکزو اؤ خيبرايجنسو کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دنهې په ورځ نښتې اؤ يوه بمي چاؤدنه کې ٢٤ جنگيالي اؤ څلور عسکر وژل شوي دي.

سرچينې وائي دپاکستان قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې وسله والو جنگيالو دپاکستاني پوځيانو په يو چيک پوسټ حمله کړې اؤ ددغه حملې نه پس ددواړو خواؤ ترمينځ شوې نښته کې دوه عسکر اؤ ١٥ جنگيالي وژل شوي دي.

دسرچينو ترمخه اورکزو ايجنسۍ کې په شيرين دره چيک پوسټ په لسگونو وسله والو جنگيالو حمله وکړه چې پکې دوه عسکر ووژل شول.

دسرچينو وينا ده ددغه ناڅاپي حملې نه پس پاکستاني پوځيانو هم دبريدکوونکو خلاف ځوابي کارروائي وکړه چې پکې ١٥ جنگيالي ووژل شول، امنيتي ځواکونو دحملې نه پس سيمه کې دلټونې عمليات هم پيل کړي

دروانې مياشتې په پيل کې هم دکوزې اورکزو ايجنسۍ په شاهين دره علاقه کې ديوې نښتې په مهال شپږ عسکر اؤ ٢٠ تندلاري وژل شوي وؤ.

همدغه شان سرچينې وائي دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ دباړې تحصيل په اکاخيل علاقه کې دنهې په ورځ دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښته شوې چې پکې ٩ جنگيالي وژل شوي اؤ ١٢ نور ژوبل شوي دي.

سرچينې وائي ددغه نښتې نه وروستو څلورو تندروه کمانډرانو هم ځانونه امنيتي ځواکونو ته سپارلي دي.

بل لوري ته دخيبرپښتونخوا بنو ضلع کې دنهې په ورځ دامنيتي ځواکونو په يو گاډي بم چاؤدنه شوې چې پکې دوه عسکر وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

دسرچينو ترمخه دامنيتي ځواکونو يو گاډى دبنو نه دايف ار بنو جاني خيل علاقه ته روان وؤ چې ديو کورني جوړ شوي بم له لارې په نخښه کړل شو.

دپاکستان پوځ سږکال دجون په ١٥مه نيټه شمالي وزيرستان اؤ تيره مياشت خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي اؤ ددغو عملياتو پيل کولو نه پس دهيواد په بيلا بيلو برخو کې په امنيتي ځواکونو حملو کې چټکتيا راغلې اؤ وخت په وخت دامنيتي ځواکونو ترمينځ قبائيلي سيمو کې دپوځيانو اؤ تندلارو ترمينځ دنښتو راپورونه هم ترلاسه کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG