لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: دگاډو جنگيدو پيښه کې ٥٦کسان مړۀ شوي

 دموټروى پوليسو ترمخه دغه خونړۍ پيښه هاغه وخت رامينځته شوه کله چې دخيبرپښتونخوا دسوات ضلعې نه کراچۍ ته دروان يو تيزرفتاره کوچ ډرائيور ديو بل گاډي په خوا کې دتيريدو په مهال دمخامخ نه رواروان يو ټرک سره وجنگيدو اؤ ټرک سره دټکر کيدو وروستو کوچ واؤښتو.

راپورونه وائي دنهې په سحر دپاکستان دسندهـ صوبې د خيرپور ښار سره نزدې دمسافرو ديو کوچ اؤ ټرک ترمينځ دټکر په نتيجه کې دښځو اؤ ماشومانو په گډون لږ ترلږه ٥٦ کسان مړۀ شوي اؤ ٢٠ نور ژوبل شوي دي.

دخيرپورسول هسپتال ميډيکل سپرنټډنټ ايم جعفر سومرو ميډيا ته په دغه حواله وئيلي دي چې دغه بده پښه کې لږ ترلږه ٥٠ کسان مړۀ شوي دي، خو دميډيا دوروستو راپورونو ترمخه دمړو شميره ٥٦ؤ ته رسيدلى.

هغه وويل ددريوؤ زخمي کسانو حالت سخت دى ځکه دعلاج لپاره ائي سي يو ته منتقل کړل شوي دي.

دموټروى پوليسو ترمخه دغه خونړۍ پيښه هاغه وخت رامينځته شوه کله چې دخيبرپښتونخوا دسوات ضلعې نه کراچۍ ته دروان يو تيزرفتاره کوچ ډرائيور ديو بل گاډي په خوا کې دتيريدو په مهال دمخامخ نه رواروان يو ټرک سره وجنگيدو اؤ ټرک سره دټکر کيدو وروستو کوچ واؤښتو.

دپيښې نه پس سيمې ته امدادي ډلې ورسيدلې اؤ دپيښې ښکار شوي کسان دسکهر اؤ خيرپور هسپتالونو ته ورسول شول.

سول هسپتال سکهر اؤ نورو نزدې هسپتالونو کې هم ايمرجنسي لگول شوې اؤ په دغو هسپتالونو کې دگڼ شمير کسانو حالت سخت ښودلى شي.

دپاکستان صدر ممنون حسين ،سندهـ گورنر ډاکټر عشرت العباد اؤ نورو مشرانو په دغه پيښه افسوس څرگند کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG