لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دتوهين رسالت قانون دغلط استعمال دمخنيوي غوښتنه


هغوي وويل دا پيښه نۀ يواځې دپاکستاني قام دپاره يو شرمناک حيثيت لري بلکې دټول انسانيت سره سره دهاغه الهي ذات سپکاوى هم دى چاچې مونږ ته دځمکې دا ژوند رابخښلى دى
هغوي وويل دا پيښه نۀ يواځې دپاکستاني قام دپاره يو شرمناک حيثيت لري بلکې دټول انسانيت سره سره دهاغه الهي ذات سپکاوى هم دى چاچې مونږ ته دځمکې دا ژوند رابخښلى دى

دخيبرپښتونخوا سره تعلق لرونکومسيحي مشرانو اؤ وگړو دپاکستان دحکومت څخه غوښتنه کړې ده چې درسالت دسپکاوي دقانون دغلط استعمال په مخنيوي کولو سره بايد پاکستان کې دميشته اقليتونو پسر دځوړند دغه تلوار نه تحفظ ورکړي.

دخالي په ورځ پيښور پريس کلب کې عيسائي مشرانو بشپ همفري سرفراز پيټر اؤ بشپ منور ملشا ديو شمير پادريانو په ملتيا يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې وويل چې دلاهور په مسيحي کلي کلارک اباد کې درادها کشن دعيسائي ښځې اؤ خاوند دژوندي سوځول کيدو کومه غمژنه پيښه مخې ته راغلې ده په هغې دټول پاکستاني قام سرونه دشرم څخه ټيټ شوي دي.

هغوي وويل دا پيښه نۀ يواځې دپاکستاني قام دپاره يو شرمناک حيثيت لري بلکې دټول انسانيت سره سره دهاغه الهي ذات سپکاوى هم دى چاچې مونږ ته دځمکې دا ژوند رابخښلى دى.

عيسائي مشرانو زياته کړه دمذهب دسپکاوي کوم قانون چې په پاکستان کې جوړ شوى دهغې دغلط استعمال له امله دا اوس داقليتونو پسر ديو ځوړند تلوار حيثيت لري اؤ خلک پخپل مينځي لانجو کونجو پيښو ته ددغه قانون دنوم په ورکولو سره دپاکستان اقليتونه په بې گناه ډول وژني.

هغوي وويل مونږ دقام په توگه دمذهبونو اؤ عقيدو درناوى کوؤ اؤ هيله لرو چې دپاکستان هر وگړى بايد قام مذهب اؤ عقيدې ته احترام ولري.

هغوي لاهور کې دعيسائي ښځې اؤ خاوند په سوځول کيدو دغم اؤ خفگان څرگندونه وکړه اؤ دپاکستان دحکومت نه يې وغوښتل چې په دغسې پيښو دعارضي بيانونو ورکولو څخه په تيريدو بايد عملي گامونه واخلي اؤ په پاکستان کې اقليتونو ته بشپړ تحفظ ورکړي.

هغوي غوښتنه وکړه چې په دغه پيښه کې ککړ ټول ملزمان گرفتار کړي اؤ دسختو نه سخته سزا دې ورکړل شي ترڅو راتلونکي کې څوک دپاکستان دننه ددغسې ناوړه حرکت اؤ قانون پخپل لاس کې داخستو تصور هم ونۀ کړل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG