لاس رسیدونکی لینک

جنرل اختر دائي ايس ائي د مشر عهده سمبال کړې


يوپوځي چارواکي دائي ايس ائي په مرکز( چې په عامه توگه ورته ابپاره وئيلى شي) کې دبدلون دپخلي کولو په ترڅ کې وئيلي دي چې " جنرل اختر دائي ايس ائي دراتلونکي ډائريکټر جنرل په توگه خپله عهده سمبال کړې"

ليفټننټ جنرل رضوان اختر دجمعې په ورځ دپاکستان دطاقتورې خفيه ادارې انټرسروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) دمشر عهده سمبال کړې، له دې وړاندې ددغه ادارې مشري ليفټننټ جنرل ظهيرالاسلام کوله.

يوپوځي چارواکي دائي ايس ائي په مرکز( چې په عامه توگه ورته ابپاره وئيلى شي) کې دبدلون دپخلي کولو په ترڅ کې وئيلي دي چې " جنرل اختر دائي ايس ائي دراتلونکي ډائريکټر جنرل په توگه خپله عهده سمبال کړې"

جنرل اختر دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف يو نزدې ملگرى گڼلى شي ، هغه وزيراعظم نواز شريف دستمبر په مياشت کې دائي ايس ائي دډائريکټر جنرل په توگه نومولى ؤ.

څيړونکي وائي دجاسوسي ادارې مشر په داسې وخت کې خپله عهده سمبال کړې چې پاکستان په داخلي اؤ خارجي توگه چيلنجونو سره مخ دى، هيواد کې تندروه ډله تحريک طالبان پاکستان په کمزوري کيدو ده اؤ دغه ډله اوس دخپلې بقاء لپاره په مينځني ختيز کې بنياد لرونکې تندروه ډلې دولت اسلاميه سره ائتلاف کوي.

همدغه شان دپاکستان اقتصادي مرکزکراچۍ(چرته چې جنرل اختر اوس اوس دسندهـ درينجرز ځواکونو مشري هم کړې) کې هم حالات خراب دي اؤ دبلوچستان ياغيتوب هم دملک دسلامتۍ لپاره يوه خطره ده.

دائي ايس ائي په قيادت کې دغه بدلون په داسې حال کې راغلى چې لا دغه جاسوسي اداره به ځان په اسلام اباد کې دتحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک دپردې ترشا دتورونو نه پاکوي، ددغو دهرنو په وجه پاکستان کې سياسي وضعيت کړکيچن شوى.

په بهرني محاذ هند سره دپاکستان تاؤتريخوالى سيوا شوى اؤ ددې ترڅنگ دپوځ ترمخه افغانستان کې دپاکستاني طالبانو موجودگي دپوځ له لوري قبائيلي علاقو کې دترهه گرو په ضد دروانو عملياتو په لاره کې خنډان راپورته کوي.

XS
SM
MD
LG