لاس رسیدونکی لینک

خيبرايجنسي : پوځ نښته کې د١٧ؤ جنگيالو دوژلو دعوه کړې


دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) لخوا دجاري شوي بيان ترمخه باړه کې دجمعې اؤ خالي په مينځ شپه د٥٠ؤ نه تر ٦٠ؤ پورې ترهه گرو سپين قمر علاقه کې دامنيتي ځواکونو په چيک پوسټ حمله.

دپاکستان پوځ وائي دخيبرايجنسۍ باړه تحصيل کې امنيتي ځواکونو سره نښته کې ١٧ جنگيالي وژل شوي دي.

دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) لخوا دجاري شوي بيان ترمخه باړه کې دجمعې اؤ خالي په مينځ شپه د٥٠ؤ نه تر ٦٠ؤ پورې ترهه گرو سپين قمر علاقه کې دامنيتي ځواکونو په چيک پوسټ حمله.

بيان کې وئيل شوي چې امنيتي ځواکونو دتندلارو دغه حمله په شا تمبولې ، ځوابي کارروايۍ کې يې ١٧ جنگيالي وژلي اؤ نور تښتيدلي دي.

ائي ايس پي ار وائي چې ترهه گرو خپل وژل شوي ملگري پريښودل اؤ وتښتيدل چې له دې وروستو امنيتي ځواکونو دهغوي مړي په قبضه کې واخستل اؤ ليويز سنټر شاه کڅ کې يې دضابطې دکارروايۍ لپاره کيښودل.

خيبرايجنسۍ کې پوځ تيره مياشت دتندروه کمانډر منگل باغ دلشکراسلام ډلې په گډون سيمه کې دفعاله جنگيالو په ضد کې " خيبرون" په نوم عمليات پيل کړي وؤ.

پوځ دغه عمليات سږکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې دپيل کړل شوؤ عملياتو " ضرب عضب " نه وروستو پيل کړي اؤ پوځي وياند ميجر جنرل عاصم باجوه وائي چې خيبرايجنسۍ کې دعملياتو دپيل کولو مقصد شمالي وزيرستان نه دغه علاقې ته تښتيدلي جنگيالي له مينځه وړل دي.

دشمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ عملياتو کې پوځ دسلگونو جنگيالو دوژلو دعوه کړې خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې په دې وجه دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په ازادانه توگه پخلى نۀ شي کيدى.

XS
SM
MD
LG