لاس رسیدونکی لینک

مهمند ايجنسي : دوؤ بم چاؤدنو کې شپږ کسان وژل شوي


دسرچينو ترمخه دمهمند ايجنسۍ دصافي تحصيل چيناري علاقه کې دامن کميټۍ په رضا کارو دوه بم چاؤدنې وشوې چې پکې شپږ کسان ووژل شول اؤ څلور نور ژوبل شوؤ.

حکومتي سرچينې وائي دجمعې په ورځ دپاکستان قبائيلي سيمه مهمند ايجنسۍ کې ترسره شوؤ دوؤ بم چاؤدنو کې لږ ترلږه شپږ کسان وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

دسرچينو ترمخه دمهمند ايجنسۍ دصافي تحصيل چيناري علاقه کې دامن کميټۍ په رضا کارو دوه بم چاؤدنې وشوې چې پکې شپږ کسان ووژل شول اؤ څلور نور ژوبل شوؤ.

وژل شوؤ کې دامن کميټۍ دمشر دارا خان ځوې مصور خان هم شامل دى.

دمقامي قبائيلو ترمخه لمړۍ چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې د په موټر سائيکل ناست دمقامي امن کميټۍ غړي ريموټ کنټرول بم سره په نخښه کړى شول اؤ دوهمه چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې دپيښې دځايې نه اولنۍ چاؤدنه کې دوژل شوؤ کسانو مړي وړل کيدل.

ژوبل کسان دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوي دي.

ددغو چاؤدنو ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خو له دې وړاندې هم دپاکستان په بيلا بيلو قبائيلي سيمو کې دامن لښکرو په غړو حملې شوي چې پکې په لسگونو کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG