لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف دچين په دوره روان شوى


 ددغه دورې په مهال به وزيراعظم دلسو زرو اؤ څوارلسو سوؤ ميگاواټو نه دزيات بجلۍ پيدا کولو په څوارلسو منصوبو لاسليک کوي.
ددغه دورې په مهال به وزيراعظم دلسو زرو اؤ څوارلسو سوؤ ميگاواټو نه دزيات بجلۍ پيدا کولو په څوارلسو منصوبو لاسليک کوي.

دپاکستان وزيراعظم نواز شريف دجمعې په ورځ په سرکاري دوره چين ته روان شوى، دهغه ددغه دورې په مهال به ددواړو ملکونو ترمينځ دانرژۍ څانگه کې دمرستې په اړه په تړونونو لاسليکونه کولى شي.

دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم تيره ورځ اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال وئيلي وؤ چې وزيراعظم نواز شريف به دچين په دغه دوره کې دچين صدر شي جنگ پنگ اؤ خپلي چيني سيال لي کيچانگ سره ليدنه کوي.

ددغه دورې په مهال به وزيراعظم دلسو زرو اؤ څوارلسو سوؤ ميگاواټو نه دزيات بجلۍ پيدا کولو په څوارلسو منصوبو لاسليک کوي.

وزيراعظم به ددې ترڅنگ چين کې بين المللي کانفرنس کې دشريکو نورو ملکونو مشرانو سره هم ليدنې کوي.

دپاکستاني وزيراعظم ترجمان ډاکټر تصدق ملک ميډيا ته وئيلي چې دوزيراعظم نواز شريف چين ته ددغه دورې مقصد دسرمايه کارانو باور بحالول دي ، کوم چې ملک کې دروان سياسي کړکيچ له امله سخت اغيزمن شوى.

ټاکل شوې وه دچين صدر شي جنگ پنگ به سږکال دستمبر مياشت کې دپاکستان دوره کوي خو په اسلام اباد کې دپاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک داحتجاجي دهرنو په وجه دغه دوره منسوخ کړل شوې وه.

اؤ اوس چې اسلام اباد کې دعوامي تحريک دهرنا ختمه شوې اؤ دپاکستان تحريک انصاف دهرنې هم يواځې علامت شکل خپل کړى نو پاکستاني وزيراعظم يوځل بيا غيرملکي دورې شروع کړي.

دډاکټر دتصدق ملک په وينا اوس چې وخت دى چې غيرملکي سرمايه کارو پورې رسد ترلاسه شي ترڅو دپاکستان دسياسي صورتحال په اړه دهغوي غلط فهمۍ لرې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG