لاس رسیدونکی لینک

دپاکستان دچارو ماهرې رابن رافيل څخه پلټنې کيږي


دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه دامريکا خارجه محکمې پخلى کړى چې درابن رافيل په اړه پلټنو کې همکاري کولى شي.

دامريکا يوې تجربه کارې سفارت کارې اؤ دپاکستان دچارو ماهرې رابن رافيل څخه په وفاقي کچه پلټنې کولى شي اؤ دهغې نوم د" خطرې نه دپاکو" شخصيتونو دفهرست هم لرې کړل شوى.

دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه دامريکا خارجه محکمې پخلى کړى چې درابن رافيل په اړه پلټنو کې همکاري کولى شي.

" مونږ ددې قانوني معاملې نه خبر يو، خارجه محکمه په دې معامله قانون نافذونکو خپلو ملگرو سره همکاري کوي، دمس رافيل ملازمت ختم شوى اؤ اوس هغه دخارجه محکمې ملازمه نۀ ده"

وفاقي پلټنيزې ادارې " ايف ائي اى" دپلټنو په اړه کوم بيان نۀ دى جاري کړى اؤ نۀ يې هم په دې اړه څه وئيلي دي.

خو وتلې امريکائي ورځپاڼې دي واشنگټن پوسټ ، چې دټولو نه وړاندې يې ددغو پلټنو په اړه خبر ورکړى ؤ ، وائي دا دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه دي اؤ په ٢١م اکتوبر واشنگټ کې درافيل دکور تالاشي هم اخستل شوې وه خو تر دې مهاله پرې کوم تور نۀ دى لگول شوى.

رابن رافيل تيونس کې امريکائي سفيره پاتې شوې اؤ وروستو يې دجنوبي ايشياء دچارو لپاره دمرستيالې سکترې په توگه هم فرائض ادا کړي، هغه ددرې کلشن سفارتي ملازمت نه وروستو ٢٠٠٥م کې ريټائر شوې، په ٢٠٠٩م کې هغه په کنټريکټ اسلام اباد کې امريکائي سفارت خانه کې پاکستان لپاره دغيرپوځي امداد دمعاملو دڅارونکې په توگه گمال شوې وه.

دوه کاله وروستو هغه واشنگټن ته راستنه شوې وه اؤ دتيرې مياشتې پورې هغې خارجه محکمه کې دپاکستان اؤ افغانستان دځانگړي استازي په دفتر کې کار کولو.

پاکستان کې امريکائي سفارت خانه کې دهغې په تعيناتۍ له دې امله پوښتنې راولاړې شوې وې چې هغه دخپل ريټائرمنټ نه پس دکسيډي اينډ ايسوسي ايټس نومې ادارې سره پيوست شوې وه کومه چې پاکستان لپاره لا بي کوي.

درابن رافيل خاوند پاکستان کې امريکائي سفير ؤ اؤ په ١٩٨٨ء کې رامينځته شوې دالوتکې پيښه کې دغلته مړ شوى ؤ، دغه الوتکه کې دپاکستان دصدر جنرل ضياء الحق په گډون دپوځ نور لوړپوړي افسران هم سوارۀ وؤ.

XS
SM
MD
LG