لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : عملياتو کې شپږ جنگيالي وژل شوي


سرچينې وائي دغه کارروائي دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې علاقې تيراه په اکاخيل اؤ سپاه سيمو ترسره شوې ده.
سرچينې وائي دغه کارروائي دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې علاقې تيراه په اکاخيل اؤ سپاه سيمو ترسره شوې ده.

دپاکستان قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو لخوا دجمعې په ورځ ترسره شوؤ عملياتو کې لږ ترلږه شپږ شکمن جنگيالي وژل شوي اؤ د١٠ؤ نه زيات ژوبل شوي دي.

سرچينې وائي دغه کارروائي دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې علاقې تيراه په اکاخيل اؤ سپاه سيمو ترسره شوې ده.

خيبرايجنسۍ کې پوځ تيره مياشت دتندروه کمانډر منگل باغ دلشکراسلام ډلې په گډون سيمه کې دفعاله جنگيالو په ضد کې " خيبرون" په نوم عمليات پيل کړي وؤ.

پوځ دغه عمليات سږکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې دپيل کړل شوؤ عملياتو " ضرب عضب " نه وروستو پيل کړي اؤ پوځي وياند ميجر جنرل عاصم باجوه وائي چې خيبرايجنسۍ کې دعملياتو دپيل کولو مقصد شمالي وزيرستان نه دغه علاقې ته تښتيدلي جنگيالي له مينځه وړل دي.

دشمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ عملياتو کې پوځ دسلگونو جنگيالو دوژلو دعوه کړې خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې په دې وجه دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په ازادانه توگه پخلى نۀ شي کيدى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG