لاس رسیدونکی لینک

پي ټي ائي به دسپريم کورټ په مشرۍ ددهاندلۍ پلټنې مني،عمران خان


دزيارت په ورځ داسلام اباد ډي چوک کې خپلو پلويانو ته دوينا په مهال عمران خان وويل دوزيراعظم نوازشريف په څارنه کې هغوي پلټنو منلو ته تيار نۀ دي خو که چرې سپريم کورټ يې مشري وکړي نو بيا يې منلو ته چمتو دي.

دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان غوښتنه کړې ده چې سپريم کورټ دې د٢٠١٣م انتخاباتو کې دشکمنې دهاندلۍ دتورونو پلټنې پيل کړي اؤ دسترې محکمې درټائرډ جج جسټس اسلم زاهد په مشرۍ دې دغه عمل يوه مياشت کې دننه مکمل کړل شي.

دزيارت په ورځ داسلام اباد ډي چوک کې خپلو پلويانو ته دوينا په مهال عمران خان وويل دوزيراعظم نوازشريف په څارنه کې هغوي پلټنو منلو ته تيار نۀ دي خو که چرې سپريم کورټ يې مشري وکړي نو بيا يې منلو ته چمتو دي.

دپي ټي ائي مرش وويل حکومت دې ( انتخاباتو کې ددهاندلۍ دتورونو تحقيقاتو لپاره) داسې کسان ونوموي چې پي ټي ائي اؤ حکومت دواړو لپاره دمنلو جوگه وي اؤ زياته يې کړه چې که چرې تورونه ثابت نۀ شول نو هغوي به دهرنا ختمه کړي خو که چرې دغسې ثابت شول نو بيا به دوزيراعظم داستعفا نه به بغير نۀ ځي.

عمران خان وويل حکومت دې دسپريم کورټ په ذريعه دجسټس ناصراسلم زاهد پشان کسانو په څارنه کې يو عدالتي کميشن جوړ کړي اؤ زياته يې کړه چې پي ټي ائي به دتحقيقاتو دجاري ساتلو حالت کې هم دهرنا دوامداره ساتي.

ديادولو وړ ده چې سږکال په ١٤م اگست اسلام اباد کې دتحريک انصاف له لوري ددهرنې شروع کولو نه وړاندې دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف قوم ته په ټي وي خپل خطاب کې د٢٠١٣م انتخاباتو کې دشکمنې دهاندلۍ دتورونو تحقيقاتو لپاره سپريم کورټ ته ديو درې کسيز عدالتي کميشن دجوړولو ددرخواست وړانديز کړى ؤ..

خو عمران خان دهغه ددغه خطاب نه سمدستي وروستو يو پريس کانفرنس ته دخطاب په مهال دنواز شريف دغه وړانديز رد کړى ؤ اؤ په درې دريځ خپلولو سره يې وزيراعظم نه داستعفا غوښتنه وکړه چې دهغه دحکومت په موجودگۍ کې دانتخاباتو ازادانه تحقيقات نۀ شي باوري کيدى.

XS
SM
MD
LG