لاس رسیدونکی لینک

سيمه کې ثبات لپاره به دترهه گرۍ په ضد گډ گامونه اخستل وي، جنرل راحيل


په دغه موقع ددواړو هيوادونو دپوځونو ترمينځ په غوره پوځي اړيکو بحث شوى اؤ جنرل راحيل دپاکستان په تربيتي اداروکې افغان ځواکونو ته دتربيت ورکولو اؤ دتربيتي کورسونو کولو وړانديز هم وکړو.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دافغانستان په يوه ورځنۍ دوره دزيارت په ورځ ددغه هيواد پلازمينې کابل ته رسيدلى اؤ دغلته يې دافغانستان دصدر اشرف غني احمدزئي سره ليدنه کړې ده.

په دغه موقع ددواړو هيوادونو دپوځونو ترمينځ په غوره پوځي اړيکو بحث شوى اؤ جنرل راحيل دپاکستان په تربيتي اداروکې افغان ځواکونو ته دتربيت ورکولو اؤ دتربيتي کورسونو کولو وړانديز هم وکړو.

دپوځ سرلښکر وويل چې سيمه کې دثبات يقيني کولو لپاره دترهه گرۍ په ضد گډ گامونه اخستل يواځينۍ لاره ده.

هغه اشرف غني ته دافغانستان په صدر منتخب کيدو مبارکي وويله اؤ زياته يې کړه چې يو پرامنه اؤ باثباته افغانستان دپاکستان په گټه دى.

دپاکستاني پوځ سرلښکر هيله څرگنده کړه چې افغانستان کې به نوى حکومت پاک افغان اړيکې پخپل مينځي گټورو اړيکو کې دبدلولو لپاره يوه تاريخي موقع پيدا کړي.

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه په ټوئټر خپل يو پيغام کې وئيلي دي چې ددواړو مشرانو ترمينځ ليدنه په مثبت اؤ غوره ماحول کې پايې ته رسيدلې ده.

وروستو دافغانستان ددفاع وزير جنرال بسم الله خان محمدي اؤ چيف اف جنرل سټاف سره دليدنې په مهال پاکستاني هيئت ته دافغانستان پوځي چارواکو دافغانستان په تازه امنيتي صورتحال بريفنگ ورکړو.

دليدنې په مهال افغانستان نه دامريکائي اؤ ايساف ځواکونو دوتلو په تناظر کې دنړيوالو ځواکونو له لوري افغان پوځ ته دسلامتۍ دذمه وارو په سپارلو هم بحث وشو.

جنرل راحيل به دکابل ددغه دورې په مهال ددغه هيواد دچيف ايگزيکټيو افسر عبدالله عبدالله ، دقومي سلامتۍ صلاح کار حنيف اتمر اؤ نورو پوځي چارواکو سره هم ليدنه وکړي.

ددفاع دوزارت سرچينو دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان ته وئيلي چې افغان عسکري اؤ سياسي قيادت سره دليدنې په مهال به جنرال راحيل شريف هغوي سره دواړو ملکونو ته په پيښو امنيتي معاملو اؤ افغانستان نه دامريکا په مشرۍ دنړيوالو ائتلافي ځواکونو دوتلو نه پس په رامينځته کيدونکي ممکنه صورتحال خبرې اترې کوي.

جنرل راحيل په تيرو څو اوونو کې دکابل دوره کوونکى دوهم لوړپوړى پاکستانى چارواکى دى، ددې نه وړاندې په ١٩م اکتوبر دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ صلاح کار سرتاج عزيز هم کابل کې صدر اشرف غني سره ليدلي وؤ اؤ هغه ته يې داسلام اباد ددورې بلنه ورکړې وه.

کابل ته دتللو نه وړاندې دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دشورو په ورځ دپاکستان دوزيراعظم ميا نواز شريف سره ليدنه کړې اؤ ددغه ليدنې په مهال وزيراعظم داولس په مرستې سره ملک نه دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب دخاتمې اراده تکرار کړې ده.

نواز شريف وئيلي دي چې دترهه گرۍ ختمولو لپاره دترهه گرۍ دمخنيوي قومي اداره فعالولى شي ترڅو په موثره توگه دترهه گرۍ مقابله وکړل شي.

په دغه موقع دپوځ دسرلښکر اؤ وزيراعظم ترمينځ دملک په مجموعي امنيتي صورتحال اؤ ځانگړې توگه لا ئن اف اؤ کنټرول اؤ شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په روانو عملياتو ضرب عضب خبرې اترې شوي دي.

جنرل راحيل کابل ته دغه سفر په داسې حال کې کړى چې د پاکستان پوځ شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسو کې دتندلارو په ضد په عملياتو بوخت دى اؤ دپوځ وياندي ميجر جنرل عاصم سليم باجوه تيره اوونۍ پيښور کې يو پريس کانفرنس ته دخطاب په مهال تور لگولى ؤ چې افغانستان دشمالي وزيرستان په عملياتو کې پاکستان سره هاغه شان مرسته نۀ کوي دکومې توقع چې ترې کيږي.

خو افغان اؤ امريکائي چارواکي وائي پاکستان دشمالي وزيرستان په عملياتو کې افغانستان کې دفعاله تندروه ډلې حقاني نيټ ورک دجنگيالو په اړه دفرق نه کار اخلي اؤ هغوي ته يې خوندي لاره ورکړې ده.

جنرل عاصم دا تور هم لگولى ؤ چې دافغانستان په کونړ اؤ نورستان ولايتونو کې دپاکستاني طالبانو مشر مُلا فضل الله اؤ دهغه ملگرو کيمپ لگولى اؤ ددغه ځايې نه دکارروايۍ خبرونه هم ترلاسه کيږي خو دهغوي دکارکردگۍ ختمولو، نيولو، وژلو يا پاکستان ته دسپارلو لپاره هيڅ هم نۀ دي شوي.

خو افغان حکومت دريځ لري چې دمُلا فضل الله په گډون کوم بهرني ترهه گر ته په پخپله خاوره پناه ورکول دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه دهغوي دتگلارې برخه نۀ ده.

XS
SM
MD
LG