لاس رسیدونکی لینک

ضرب عضب اپريشن دحقاني نيټ ورک دحملو توان تالا ترغه کړى،امريکائي جنرال


دشورو په ورځ افغانستان نه دپينټاگون په تابيا يو ويډيو بريفنگ کې جنرل جوزف په ډاگه کړه چې حقاني نيټ ورک اوس دطالبانو په څير مات شوى دى.

افغانستان کې دامريکائي اؤ نيټو ځواکونو يو سينئر کمانډر ليفټننټ جنرل جوزف اينډرسن وئيلي دي چې شمالي وزيستان ايجنسۍ کې دپاکستان دپوځ لخوا دروانو عملياتو په نتيجه کې دحقاني نيټ ورک افغانستان کې په امريکائي ځواکونو دحملو توان تالا ترغه شوى دى.

دشورو په ورځ افغانستان نه دپينټاگون په تابيا يو ويډيو بريفنگ کې جنرل جوزف په ډاگه کړه چې حقاني نيټ ورک اوس دطالبانو په څير مات شوى دى.

شمالي وزيرستان کې دروانو پوځي عملياتو ضرب عضب دموثرتيا په منلو په ترڅ کې امريکائي حقاني نيټ ورک ورک ته په اشارې کولو سره وويل چې " هغوي مات شوي، هغوي لکه دطالبانو په څير مات شوي"

جنرل اينډرسن وويل دهغوي( حقاني نيټ ورک) هڅې تالا ترغه شوي اؤ کابل کې يې دهغوي دحملو توان کم کړى.

امريکائي کمانډر دغه څرگندونې شمالي وزيرستان کې دپاکستان دپوځ له لوري دروانو عملياتو په تناظر کې دحقاني نيټ ورک نه دپيښې خطرې په حواله ديوې پوښتنې په ځواب کې کړي دي.

دجون څخه تر دې مهاله دپاکستاني پوځ په دغو عملياتو کې گڼ شمير ترهه گر وژل شوي، دبريفنگ په مهال امريکائي جنرل دحقاني نيټ ورک خلاف دافغان ځواکونو دبرياليتوب حواله هم ورکړه.

هغه وويل چې دغه ډلې لويو حملو ته پام گرځولى لکه دبارودو نه دډکو گاډو حملې.

اينډرسن په ډاگه کړه چې سږکال کارروايۍ کې څلور زره شپږ سوه څلور ديرش افغان پوليس اؤ پوځيان وژل شوي دي خو تيرکال دغه شميره څلور زره درې سوه اؤ پنځوس وه.

له دې وړاندې "افغانستان کې دسلامتۍ اؤ ثبات په لوري دپرمختگ" تر سرخط لاندې دامريکا ددفاع وزارت پينټاگون امريکائي کانگريس ته په وړاندې کړل شوي يو راپور کې په پاکستان تور لگولى ؤ چې دغه هيواد هاغه ترهه گر کاروي کوم چې دوفاق تر انتظام لاندې قبائيلي علاقو نه افغانستان اؤ انډيا کې حملې کوي.

رپورټ کې وئيل شوي وؤ چې " پاکستان کې دموجودو (خوندي) ځالو نه افغانستان کې دطالبانو حملې يوه سخته ستونزه ده، دغه ځالې په بنيادي توگه دوفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمو( فاټا) اؤ بلوچستان کې موقعيت لري"

XS
SM
MD
LG