لاس رسیدونکی لینک

تيراه : امنيتي ځواکونو سره نښته کې ٢٠ جنگيالي ووژل شول


امنيتي ځواکونو دجړوبي کيمپ نه دتوپو اؤ مارټر گولې فائر کړي اؤ دتيراه په اکاخيل علاقه کې يې تندلاري په نخښه کړي دي.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ دلرې پرتې علاقې تيراه په پائينده چينه علاقه کې امنيتي ځواکونو دتندلارو يوه حمله په شا تمبولې اؤ نور لږ ترلږه ٢٠ جنگيالي يې وژلي دي، چې ورسره نن دوژل شوؤ تندلارو شميره ٣١ؤ ته رسيدلې ده.

دغه حمله کې دتوحيدالاسلام دامن کميټۍ يو غړى وژل شوى اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

امنيتي ځواکونو دجړوبي کيمپ نه دتوپو اؤ مارټر گولې فائر کړي اؤ دتيراه په اکاخيل علاقه کې يې تندلاري په نخښه کړي دي.

له دې وړاندې امنيتي ځواکونو نن ورځ کې ١١ جنگيالي وژلي وؤ.

امنيتي ځواکونو دتيراه په دريواند، ارينه، ونړا اؤ زور کلي کې دترهه گرو گڼ شمير ځالې هم تباه کړي دي.

دپاکستان پوځ سږکال دجون په ١٥مه نيټه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي وؤ اؤ دپوځ دوياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه ترمخه دشمالي وزيرستان نه په گڼ شمير کې جنگيالي خيبرايجنسۍ ته تښتيدلي وؤ چې وروستو دهغوي په ضد هم پوځ خيبرايجنسۍ کې عمليات پيل کړل.

خيبرايجنسۍ کې له دې وړاندې هم دپاکستان پوځ دجنگيالو خلاف عمليات ترسره کړي اؤ سيمې نه ددغو تندلارو دپاکولو ادعاوې هم شوي خو دغلته وخت په وخت دامنيتي ځواکونو اؤ ترهه گرو ترمينځ دنښتو خبرونه ترلاسه شوي.

XS
SM
MD
LG