لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب : دعاشورې په موقع ډزو کې پينځه کسان وژل شوي


 دسرکاري خبري ادارې دنهې په ورځ وئيلي دي چې دغه پيښه دالحسا ضلعې په الدالواح کلي کې رامينځته شوې ده.
دسرکاري خبري ادارې دنهې په ورځ وئيلي دي چې دغه پيښه دالحسا ضلعې په الدالواح کلي کې رامينځته شوې ده.

دسعودي عرب په يوه ختيزه سيمه کې دعاشورې په موقع دوسله والو کسانو په ډزو لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي اؤ ٩ نور ژوبل شوي دي.

دسرکاري خبري ادارې دنهې په ورځ وئيلي دي چې دغه پيښه دالحسا ضلعې په الدالواح کلي کې رامينځته شوې ده.

دسعودي عرب دغه ختيزه سيمه کې دشيعه مسلمانانو اکثريت دى.

سعودي پريس ايجنسۍ دپوليسو ديو وياند له خُلې وئيلي دي چې دخلکو يوه ډله ديوې ودانۍ نه بهر راوتله چې دريوؤ مخ پټو حمله کوونکو په هغوي په مشين گنونو اؤ تمانچو سره ناتاره ډزې وکړې.

دپوليسو ترمخه ددغه پيښې پلټنې کيږي خو چارواکو په دې اړه دکومې گرفتارۍ يا دپيښې دمحرکاتو په اړه څه نۀ دي وئيلي.

خو امريکائي خبري ادارې اى پي دعيني شاهدانو له خُلې وئيلي دي چې دغه ډزې ديوې امام باړې دننه دعاشورې ددستورې په برخه والو شوي دي.

دسعودي عرب په گاونډي ملک عراق کې سُني تندلاري اکثره په شيعه گانو دغه شان حملې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG