لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دعاشورې په موقع سخت امنيتي تدابير


 په دغه موقع سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي اؤ دهيواد بيلا بيلو ښارونو کې دموبائيل فون خدمات ځنډول شوي.
په دغه موقع سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي اؤ دهيواد بيلا بيلو ښارونو کې دموبائيل فون خدمات ځنډول شوي.

پاکستان کې نن داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد(ص) دلمسي امام حسين(رض) اؤ دهغه دملگرو لخوا دورکړل شوؤ قربانو په ياد کې دعاشورې ورځ په مذهبي جوش اؤ جذبې سره نمانځلى شي.

په دغه موقع سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي اؤ دهيواد بيلا بيلو ښارونو کې دموبائيل فون خدمات ځنډول شوي.

دنهې په ورځ دعاشورې دورځې په موقع ټول ملک کې په زرگونو لويې او واړۀ جلوسونه ويستل کيږي اؤ چارواکي وائي چې ټول هيواد کې په دغه موقع دکومې ممکنه بدې پيښې مخنيوي لپاره سخت امنيتي تدابير نيول شوي ، دپيښور، کوئټې، لاهور اؤ کراچۍ په گډون به دملک لويو ښارونو کې پوځ بيدار وي.

دکربلا دپيښې په ياد کې نن ټول پاکستان کې دمختلفو ښارونو نه لويې اؤ واړه جلوسونه پخپلو مقررو لارو روان دي اؤ په دغه موقع دموبائيل فون دخدماتو په عارضي توگه دځنډولو ترڅنگ دپيښور، کوئټې ، لاهور اؤ کراچۍ په گډون لويو ښارونو کې دموټرسائيکل پۀ غبرگه سورلۍ هم بنديز لگول شوى دى.

دپاکستان داخله وزارت دعاشورې دورځې په موقع قانون پځايې کوونکو ادارو ته دبيدار اوسيدو وينا کړې چې له دې وروستو دټول ملک په مختلفو حساسو ٥٤ؤ ضلعو کې ٣٢ زرو نه زيات عسکر ځايې پځايې کړل شوي دي چې پکې دپاکستاني پوځو فرنټئير کانسټيبلري ، رينجرز ، ايف سي اؤ پوليس عسکر شامل دي.

پيښور کې دعاشورې دورځې په موقع ټول ښار نه لويې اؤ واړه جلوسونه اوځي چې دخپلو مقررو لارو نه دتيريدو وروستو به پايې ته رسيږي، په دغه موقع پيښور کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي اؤ دکومې ممکنه بدې پيښې مخنيوي لپاره اضافي عسکر تعينات کړل شوي دي.

دعاشورې په موقع خيبرپښتونخوا کې پيښور، ډيره اسماعيل خان اؤ هنگو زياتې حساسې سيمې گرځول شوي دي.

ددې ترڅنگ اسلام اباد، کراچۍ، لاهور اؤ کوئټې په گډون دهيواد بيلا بيلو ښارونو کې لويې اؤ واړه جلوسونه پخپلو مقررو لارو روان دي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG