لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په دريوؤ هوائي اډو دايبولا دمخنيوي مرکزونه جوړ شوي


” اوس تاسو ته ځکه داسې بريښي چې دروغتيا نړيوالې ادارې( ډبليو ايچ او) وړانديز دى چې دهر مسافر څارنه ضروري نۀ ده، مونږ ته دهاغو خلکو معائنه کول دي چې دگني، سيراليون اؤ لا ئبريا نه راځي“
” اوس تاسو ته ځکه داسې بريښي چې دروغتيا نړيوالې ادارې( ډبليو ايچ او) وړانديز دى چې دهر مسافر څارنه ضروري نۀ ده، مونږ ته دهاغو خلکو معائنه کول دي چې دگني، سيراليون اؤ لا ئبريا نه راځي“

دقومي روغتيا دخدماتو لپاره دپاکستان دمملکت وزيرې سائره افضل تارړ وئيلي دي چې دملک دريوؤ لويو ښارونو کراچۍ، لاهور اؤ اسلام اباد په بين المللي هوائي اډو دبهر ملکونو نه دراتلونکو هاغو کسانو دعلاج لپاره ځانگړي انتظامات شوي چې په ممکنه توگه دايبولا دوائرس نه اغيزمن شوي وي.

اسلام اباد کې صحافيانو سره خبرو کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې په ظاهره خو په دغو هوائي اډو ياد شوي انتظامات په نظر نۀ راځي سائره افضل تارړ وويل اوس تاسو ته ځکه داسې بريښي چې دروغتيا نړيوالې ادارې( ډبليو ايچ او) وړانديز دى چې دهر مسافر څارنه ضروري نۀ ده، مونږ ته دهاغو خلکو معائنه کول دي چې دگني، سيراليون اؤ لا ئبريا نه راځي

په ډاگه دې وي چې دافريقا درې ملکونه گني، لا ئيبريا اؤ سيراليون دايبولا د وائرسو نه تر ټولو زيات اغيزمن ملکونه دي اؤ دغلته دايبولا دمخنيوي لپاره نړيوالې هڅې روانې دي.

سائره تارړ وويل چې ددغسې خونړو وائرسو پوله خو نۀ وي خو پاکستان (ددې دمخنيوي لپاره) په لاس کې لرونکې ټولې وسيلې پکار راولي اؤ هڅې يې دوامداره ساتلي.

هغې وويل چې دهوائي اډو ترڅنگ داسپتالونو توان سيوا کولو ته اړتيا ده اؤ ددې مقصد لپاره دعملې تربيت شروع کړل شوى، کوم الات چې پکار دي هغه مونږ ټولو صوبائي حکومتونو ته ورکړي دي

سائره افضل وويل چې ټولنه کې ( دايبولا دوائرسو په حواله) دډيرې اگاهۍ دنشتوالي په وجه خلک اړونده چارواکو سره مرسته نۀ کوي ځکه چې (ددې ناروغتيا دلگيدو صورت کې) اغيزمن شوى تن يواځې ساتلى شي.

هغې وويل چې دايبولا دکوم ممکنه مريض په اړه به هغوي ته سخت انتظامات کول وي.

اوس اوس دپاکستان وفاقي حکومت دايبولا وائرسو دخطرې مخنيوي لپاره دلوړې کچې يوه کميټي جوړه کړې اؤ ټولو صوبو ته يې وينا کړې چې دې لړ کې دې گامونه واخلي.

دايبولا وائرسو په وجه تر دې مهاله نزدې پينځه زره کسان مړۀ شوي اؤ دټولو نه زياتو اغيزمنو کسانو علاج لا ئيبريا کې شوى ، نورو زياتو اغيزمنو شوؤ ملکونو کې گني اؤ لا ئيبريا شامل دي.

په ډاگه دې وي چې دملگرو ملتونو دامن پوځ کې شامل دپاکستان پوځيان د لا ئيبريا په گډون گڼو افريقائي ملکونو کې تعينات دي، پاکستاني چارواکي وائي چې وسله والو پوځونو هم دې لړ کې ځانگړي انتظامات کړي دي.

پاکستاني چارواکي وائي دايبولا نه دزياتو اغيزمنو شوؤ ملکونو نه نيغ په نيغ الوتکې پاکستان ته نۀ راځي ځکه دکومو ملکونو نه چې دغه مسافر دغلته ورځي هلته هم دڅارنې دعمل نه تيريږي.

که هر څو په سرکاري توگه وئيل شوي چې تر دې مهاله پاکستان کې څوک هم دايبولا وائرسو نه داغيزمن کيدو پخلى نۀ دى شوى خو ددې باوجود اوس اوس ملک کې په ټيلي ويژن چينلو دې لړ کې داگاهۍ پيدا کولو اشتهاري مهم چلول کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG