لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دغدارۍ مقدمه کې دمشرف په درخواست فيصله محفوظه


Musharaf osudio Karzaijevu izjavu
Musharaf osudio Karzaijevu izjavu

دپاکستان دپخواني پوځي صدر پرويز مشرف خلاف دمقدمې اوريدونکي ځانگړي عدالت په ٣م نومبر کال ٢٠٠٧م کې ملک کې دبيړني حالت په نافذولو دهاغه وخت دکورکمانډرانو اؤ وزيراعظم په گډون دوفاقي کابينې خلاف دکارروايۍ په درخواست فيصله محفوظه کړې ده.

دجسټس فيصل عرب په مشرۍ درې کسيز عدالت دجمعې په ورځ ددغه مقدمې دملزم مشرف له لوري دجمع کړل شوي درخواست اوريدنه وکړه.

پرويز مشرف پخپل درخواست کې په ٢٠٠٧م کې دموجودو کورکمانډرانو، وزيرااعظم شوکت عزيز اؤ وفاقي کابينې خلاف هم دائين دارټيکل شپږم لاندې دکارروايۍ کولو غوښتنه کړې ده.

دپرويز مشرف وکيل فروغ نسيم دخصوصي عدال په وړاندې ددليلونو ورکولو په مهال وويل چې دبيړني حالت دپځايې کولو گام يواځې دهغه موکل نۀ ؤ اخستى.

هغه وويل موکل يې دهاغه وخت دوفاقي حکومت اؤ کورکمانډرانو په مشوره ملک کې بيړنى حالت دصدر په حيثيت دهاغه وخت دوزيراعظم شوکت عزيز په درخواست لگولى ؤ.

داستغاثې وکيل دريځ خپل کړو چې داسې کوم ثبوتونه موجود نۀ دي چې په ډاگه کوي ملک کې دايمرجنسي لگولو فيصله کې دمشرف نه سيوا بل څوک هم شامل وؤ.

عدالت په درخواست فيصله محفوظه کړه کومه چې به په ٢١م نومبر اورولى شي.

دپخواني صدر خلاف دائين دارټيکل شپږم لاندې خصوصي عدالت کې مقدمه تيرکال ددسمبر په مياشت کې شروع شوې اؤ په هغه په ٣١م مارچ فردجرم هم لگول شوى ؤ، پرويز مشرف په ځان لگول شوي تورونه پرله پسې ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG