لاس رسیدونکی لینک

نواز شريف دپيټرولو نرخ کې ديو ليټر پسر د9.43 روپو دکمي اعلان کړى


دپيټرو نرخ کې دکمي دغه اعلان دپاکستان وزيراعظم نواز شريف نن په اسلام اباد کې دوفاقي کابينې يوې ځانگړې غونډې ته دوينا په مهال کړى دى.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دپيټرولو نرخ کې دنهو روپو اؤ درې څلويښت پيسو دکمي منظوري ورکړې ده چې دغه شان يو ليټر پيټرول د١٠٣ؤ روپو اؤ ٦٢ؤ پيسو نه راکم شوي اؤ ٩٤ روپۍ اؤ١٩ؤ پيسو ته راغلي دي.

دپيټرو نرخ کې دکمي دغه اعلان دپاکستان وزيراعظم نواز شريف نن په اسلام اباد کې دوفاقي کابينې يوې ځانگړې غونډې ته دوينا په مهال کړى دى.

هغه دعوه وکړه چې اسلام اباد کې دتحريک انصاف له لوري روان احتجاج قومي معيشت ته نقصان رسولى ، خو حکومت ددغو دهرنو باوجود دپيټرولو نرخ راکموي.

نواز شريف وويل چې دهغه حکومت ملک کې داقتصادي بدلون راوستو لپاره کلکه اراده لري اؤ اولس ته اسانتياوې برابروي.

وزيراعظم وويل چې دهغه حکومت دمعاشي استحکام په لوري روان ؤ خو احتجاجي سياست اؤ مظاهرو دملک دترقۍ په لاره کې خنډان راپورته کړل.

دپيټرولو نرخ ديو ليټر پسر دنهو روپو اؤ درې څلويښت پيسو نه کم شوى اؤ د103.62 نه 94.19 روپۍ شوى، دهائي اوکټين نرخ 14.63 نه کم شوى اؤ د131.31 نه 166.45 روپۍ مقرر شوى، دډيزلو نرخ 6.18 کم شوى اؤ 107.39 نه 101.21 روپۍ شوى، دخاورو دتيلو نرخ 8.16 روپۍ کميدو نه پس يو ليټر د95.68 نه 87.52 روپۍ مقرر شوى دى.

سرچينې وائي چې وزيراعظم نواز شريف دا هم وئيلي دي چې داضافي بلونو دذمه دارانو کسانو خلاف به ګامونه اخستى شي.

XS
SM
MD
LG