لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

” خيبرايجنسۍ نه يو لک اويا زرو کسانو کډې کړي “

Rusiya - Krasnoyarksın Bobrovıy Yard xizək kurortunda şənlik

Rusiya - Krasnoyarksın Bobrovıy Yard xizək kurortunda şənlik

دپوځ لخوا قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کيدو وروستو سيمې نه ديو نيمو لکو نه زياتو خلکو خوندي علاقو ته کډې کړي دي.

دقدرتي افتونو په مهال دمرستو کولو دادارې ( ايف ډي ايم اى) وياند حسيب خان بي بي سي ته وئيلي دي چې(خيبرايجنسۍ کې دعملياتو پيل کيدو نه پس) تر دې مهاله ١٧١٥٥٩ کسانو خپل کورونه پريښي اؤ دخپلو خپلوانو يا دکډوالو کيمپونو ته منتقل شوي دي.

حسيب خان وويل دباړې سره دتعلق لرونکو پينځوؤ سوؤ نه نيولې تر زرو پورې کورنو لپاره دجلوزو کيمپ کې داوسيدو انتظام شوى خو زياتره خلک درشته دارانو يا خواخوږو کره اوسيدو ته ترجيح ورکوي.

هغه وويل چې دکډوالو دقيقه شميره به سيمې نه دکډوالو دوتلو نه پس معلوميږي اؤ زياته يې کړه چې دباړې اؤ خواؤشا سيمو خلک گيله کوي چې دشمالي وزيرستان دکډوالو پشان اسانتياوې ورته نۀ ورکول کيږي.

دپاکستان پوځ سږکال دجون په نيمائي کې شمالي وزيرستان کې دمقامي اؤ بهرنو ترهه گرو خلاف عمليات پيل کړي وؤ اؤ دپوځ دوياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه ترمخه دشمالي وزيرستان دعملياتو په مهال گڼ شمير تندلاري خيبرايجنسۍ ته تښتيدلي وؤ اؤ هم په دې وجه دغه قبائيلي سيمه کې هم عمليات پيل کړل شوي کوم چې به سيمې نه دتندلارو دپاکولو پورې روان وي.

دپاکستان پوځ دعوه کوي چې دشمالي وزيرستان په عملياتو کې يې تر دې مهاله د١١٠٠ؤ نه زيات ترهه گر وژلي اؤ ددې ترڅنگ يې خيبرايجنسۍ کې هم دلسگونو ترهه گرو دوژلو دعوه کړې خو سيمې پورې دميډيا رسد نشته چې په دې وجه په ازادانه ډول دغو جگړو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG