لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سويډن دفلسطيني رياست دمنلو اعلان کړى


 دسويډن خارجه وزيرې والسټورم وئيلي دي چې نن به د(فلسطيني رياست) منل ددې سيمې دغوره مستقبل لپاره مددگار وي
دسويډن خارجه وزيرې والسټورم وئيلي دي چې نن به د(فلسطيني رياست) منل ددې سيمې دغوره مستقبل لپاره مددگار وي

دسويډن خارجه وزيرې مارگوټ والسټورم وئيلي دي چې حکومت يې فلسطين دبيل رياست په توگه منلى دى.

ددغه فيصلې نه پس سويډن فلسطين درياست په توگه مننونکى اولنى اروپائي ملک دى.

له دې وړاندې ختيز اروپا اؤ دبحيرۀ روم اوؤ اروپائي ملکونو هنگري، بلغاريه، چيک رپبلک، مالټا، پولينډ، قبرص اؤ رومانيه فلسطين دبيل رياست په توگه منلى اؤ ددې ترڅنگ داروپائي ائتلاف څخه بهر ائس لينډ هم فلسطين يو رياست منلى دى.

دسويډن وزيراعظم اسټيفن لوفين روانه مياشت کې دپارليمان پرانستې غونډې ته وئيلي وؤ چې دهغه سوشل ډيموکريټک حکومت به دخپل منشور ترمخه دفلسطيني رياست دمنلو ژمنه پوره کوي، دهغه په دغه بيان اسرائيل تنقيد کړى ؤ.

دسويډن خارجه وزيرې والسټورم وئيلي دي چې نن به د(فلسطيني رياست) منل ددې سيمې دغوره مستقبل لپاره مددگار وي

داسرائيل خارجه وزيرAvigdor Lieberman دسويډن دغه فيصله افسوسناکه ګرځولې کوم چې تندروه عناصر مضبوطوي.

هغه وئيلي چې دسويډن دغه ګام سره به يواځې زيان کيږي.

والسټورم دا هم وئيلي چې گڼ ملکونه به وائي چې دا پريکړه په تُندۍ کې وشوه خو هغه په افسوس سره وائي چې دغسې ډير دلم ليټ نه پس کيږي.

فلسطين داسرائيل دقبضې لاندې په لويديزه غاړه اؤ دغزې په پټۍ ديو داسې رياست قيام غواړي چې پايتخت يې يروشلم وي اؤ هم له دې امله يې دغيرملکي طاقتونو نه دخپل خپلواکه رياست دحق دتسليمولو لپاره هڅې شروع کړي دي.

والسټورم وائي چې دسويډن له لوري په دې اړه دپرمختگ مقصد دمينځ لارو فلسطينيانو ملاتړ اؤ امن مذاکراتو کې دهغوي حيثيت داسرائيل برابر جوړول دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG