لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور :عدالت گُلو بټ ته ديوولسو کلونو دبند سزا اورولې


 ميډيا سره خبرو کې دگلو بټ وکيل وئيلي دي چې هغوي دعدالت فيصله مني خو ددې په ضد به اپيل کوي اؤ زياته يې کړه چې دماډل ټاؤن پيښه کې ککړ نور کسان دې هم ذمه وار وگرځول شي.
ميډيا سره خبرو کې دگلو بټ وکيل وئيلي دي چې هغوي دعدالت فيصله مني خو ددې په ضد به اپيل کوي اؤ زياته يې کړه چې دماډل ټاؤن پيښه کې ککړ نور کسان دې هم ذمه وار وگرځول شي.

دپاکستان دپنجاب صوبې سرښار لاهور کې دترهه گرۍ دمخنيوي يوې ځانگړې محکمې دماډل ټاؤن دپيښې په مهال دگاډو دشيشو ماتولو اؤ اړي گړي کې ککړ مرکزي ملزم گلو بټ ته ديوولسو کلونو دبند اؤ يو لک روپو دجرمانې سزا اورولې ده.

ميډيا سره خبرو کې دگلو بټ وکيل وئيلي دي چې هغوي دعدالت فيصله مني خو ددې په ضد به اپيل کوي اؤ زياته يې کړه چې دماډل ټاؤن پيښه کې ککړ نور کسان دې هم ذمه وار وگرځول شي.

دگلو بټ دکيس داوريدنې په مهال عدالت پخپله فيصله کې گلو بټ ته ديوولسو کلونو اؤ دريوؤ مياشتو دبند اؤ يو لک اؤ يوولسو زرو روپو دجرمانې سزا واوروله.

عدالت وويل " که دگلو بټ پشان کسانو ته سزا ورنۀ کړل شي نو دغه شان به ټولنه کې دداسې کردارونو نوره ډاډگيرنه هم وشي"

پخپله فيصله کې عدالت وويل چې " دگلو بټ په وجه دټول ملک بدنامي شوې ده"

گلو بټ دعدالت نه بهر نيول شوى اؤ هغه به دلاهور جيل ته بوتللى شي.

نن سحر عدالت ته دوړاندې کيدو نه وړاندې گلو بټ وويل چې " زۀ پخپل خداې اؤ عدالت پوره باور لرم" اؤ که چرې هغه خوشې کړى شو دشکر سجده به هم ادا کوي.

دلاهور دشير په نوم مشهور گلوبټ هاغه وخت نيول شوى کله چې په ١٧م جون دلاهور ماډل ټاؤن علاقه کې دپاکستان عوامي تحريک دکارکوونکو اؤ پوليسو ترمينځ دنښتو په مهال گلو بټ دټي وي چينلو دگاډو دشيشو ماتولو په حالت کې وښودل شو، ويډيو کې ښودل شوي وؤ چې گلو بټ په کوتکونو دپوليسو په موجودگۍ کې دگاډو شيشې ماتوي.

دپاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک په گډون مخالفه سياسي گوندونه پاکستان کې واکمن گوند مسلم ليگ(ن) د گلو بټ په پشي شا ملاتړ تورنوي خو مسلم ليگ(ن) هغه سره دلاتعلقۍ اظهار کوي.

په ٢٢مه جولا ئي دلاهور دترهه گرۍ مخنيوي عدالت په ضمانت دگلو بټ دخوشې کولو درخواست هم رد کړى ؤ، خو بيا په ١٢م اگست دلاهور هائيکورټ په ضمانت دهغه دخوشې کولو امر کړى ؤ.

په ٢٦م ستمبر دلاهور هائيکورټ جسټس قاسم خان دگلوبټ نظربندي کالعدم گرځولې وه اؤ دهغه دخوشې کولو امر يې کړى ؤ، خو نن دترهه گرۍ دمخنيوي ځانگړې محکمې گلو بټ مجرم وگرځولو اؤ هغه ته يې ياده شوې سزا واوروله.

بل لوري ته دپاکستان عوامي تحريک يو مشر رحيق عباسي گلو بټ ته په اورول شوې سزا خپل ردعمل کې وئيلي چې گلو بټ اصل مجرم نۀ دى بلکې دچا په وينا چې هغه دغسې کړي اؤ پلان يې لرلو ، ترڅو چې هغوي ته سزا نۀ وي ورکړل شوي تر هغې دعدل وانصاف تقاضه نۀ شي پوره کيدى.

هغه دعوه وکړه چې دماډل ټاؤن پيښه کې دپنجاب حکومت، وزيراعلي شهباز شريف اؤ دقانون پخوانى وزير رانا ثناء الله ککړ وؤ چې دوزيراعظم ملاتړ ورته هم ترلاسه ؤ.

له دې وړاندې گلو بټ په يوه مرکه کې دپاکستانيانو اؤ پي اى ټي دمشر طاهرالقادري نه بخښنه غوښتې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG