لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډرون حملې دهيواد دخپلواکۍ خلاف ورزي ده،پاکستان


" پاکستان پرله پسې دا دريځ لرلى چې دغه حملې زمونږ دخپلواکۍ اؤ علاقائي سالميت خلاف ورزي ده"
" پاکستان پرله پسې دا دريځ لرلى چې دغه حملې زمونږ دخپلواکۍ اؤ علاقائي سالميت خلاف ورزي ده"

پاکستان دافغانستان پولې ته نزدې خپله قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې نن دشوې ډرون حملې په سختۍسره غندنه کړې ده اؤ وئيلي يې دي چې دغه حملې دهيواد دخپلواکۍ خلاف ورزي ده.

اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم جنوبي وزيرستان کې دشوې اوسنۍ حملې غندنه وکړه اؤ وې وئيل چې " پاکستان پرله پسې دا دريځ لرلى چې دغه حملې زمونږ دخپلواکۍ اؤ علاقائي سالميت خلاف ورزي ده"

دخارجه دفتر وياندې په ډاگه کړه چې پاکستان دوړاندې نه (قبائيلي سيمو کې) دترهه گرو خلاف فيصله ييز عمليات کوي نو ځکه دا حملې(ډرون) غيرضروري دى اؤ بايد اودرولى شي.

دزيارت په ورځ شکمنو امريکائي جاسوسي الوتکو( ډرون) دجنوبي وزيرستان دبرمل تحصيل په نرگسئ نومې کلي کې په يوه ودانۍ ميزائيلونه داغلي چې ورسره دغه وداني تباه شوې اؤ له امله يې لږ ترلږه څلور جنگيالي وژل شوي چې پکې دوه غيرملکيان ښودلى شي.

روانه مياشت کې شمالي اؤ جنوبي وزيرستان کې لږ ترلږه اووۀ ډرون حملې شوي چې پکې دغيرملکيانو په گډون د٢٠ؤ نه زيات کسان وژل شوي دي.

پاکستان دغه حملې دخپلې خپلواکۍ اؤ بين المللي قوانينو خلاف ورزي گڼي اؤ وائي ددې له امله دترهه گرۍ په ضد روانو هڅو ته زيان رسيږي.

تيره ورځ دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان هم دافغانستان اؤ پاکستان لپاره دامريکا ځانگړي استازي سره دليدنې په مهال امريکا نه پاکستان کې دډرون حملو اودرولو غوښتنه کړې وه.

خو امريکا اؤ لويديز ائتلافيان يې مني چې دافغان پولې سره نزدې دپاکستان قبائيلي سيمو کې دتندلارو دجوړو خوندي ځالو په ضد دغه ډرون حملې يوه موثره وسله ثابتيږي.

تسنيم اسلم وويل پاکستان دډرون حملو معامله امريکا سره په هره موقع راپورته کړې اؤ ډرون حملې دبين المللي قوانينو خلاف ورزي هم ده.

هغې وويل چې افغانستان کې ثبات گاونډي ملکونو کې دامن لپاره ضروري دى اؤ پاکستان دافغان حکومت په معاملو کې مداخلت نۀ کوي.

هغې وويل پاکستان کې تر دې مهاله دديرشو لکو نه زيات افغان کډوال موجود دي اؤ هغوي ددغو کډوالو په درناوي سره خپل وطن ته دواپسۍ لپاره هڅې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG