لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپريم کورټ حکومت ته ١٣م نومبر پورې داليکشن کمشنر دمقررولو امر کړى


اگست ٢٠١٣م کې دچيف اليکشن کمشنر دغه عهده دفخر الدين جي ابراهيم دمستعفي کيدو نه پس خالي شوې وه، فخرالدين جي ابراهيم دسپريم کورټ له لوري دصدارتي اليکشن دشيډول په بدلولو مرور شوى ؤ.
اگست ٢٠١٣م کې دچيف اليکشن کمشنر دغه عهده دفخر الدين جي ابراهيم دمستعفي کيدو نه پس خالي شوې وه، فخرالدين جي ابراهيم دسپريم کورټ له لوري دصدارتي اليکشن دشيډول په بدلولو مرور شوى ؤ.

دپاکستان سترې محکمې قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف دمشر سيد خورشيد لخوا دنوي چيف اليکشن کمشنر دټاکلو دنيټې دغځولو غوښتنه رد کړې اؤ وزيراعظم نواز شريف اؤ خورشيد شاه ته يې حکم کړى چې دنومبر د١٣مې نيټې پورې دې اليکشن کمشنر وټاکي.

اگست ٢٠١٣م کې دچيف اليکشن کمشنر دغه عهده دفخر الدين جي ابراهيم دمستعفي کيدو نه پس خالي شوې وه، فخرالدين جي ابراهيم دسپريم کورټ له لوري دصدارتي اليکشن دشيډول په بدلولو مرور شوى ؤ.

دزيارت په ورځ سپريم کورټ په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف دمشر سيد خورشيد له لوري جمع کړل شوى هاغه درخواست رد کړى چې پکې هغه دمستقل چيف اليکشن کمشنر دتعيناتۍ لپاره دنورو دريوؤ مياشتو وخت غوښتى ؤ.

عدالت حکومت ته حکم وکړو چې خپلې صلاح مشورې دې مکمل کړي اؤ دغه معامله دې تر ١٣م نومبر پورې حل کړي.

دچيف جسټس ناصرالملک په مشرۍ دسترې محکمې يو درې کسيز بينچ داوريدنې په مهال وويل چې دچيف اليکشن کمشنر چوکۍ داگست ٢٠١٣م راهسې خالي ده اؤدسپريم کورټ يو جج(جسټس انور ظهيرجمالي) ديو کال دزياتې مودې راهسې دقائمقام اليکشن کمشنر په توگه خدمات ترسره کوي.

بينچ وويل چې دمستقل چيف اليکشن کمشنر دنۀ ټاکل کيدو له امله نۀ يواځې داليکشن کمشنر کار اغيزمن شوى بلکې دعدليې کار يې هم اغيزمن کړى اؤ زياته يې کړه چې اليکشن کميشن ته ديو مستقل مشر ضرورت دى څوک چې پاليسۍ جوړولى شي.

بيرسټر اعتزاز احسن عدالت ته وويل چې دتيرو دوؤ مياشتو راهسې دپارليمنټ دننه اؤ بهر صورتحال غيريقيني دى.

په دې چيف جسټس ناصرالملک پوښتنه وکړه چې دانتخاباتو داصلاحاتو لپاره کميټي کله جوړه شوې؟، اعتزاز احسن جواب ورکړو چې کميټي اوس اوس جوړه شوې دخپل کار کولو لپاره لږ ترلږه دريوؤ مياشتو ته اړتيا لري.

چيف جسټس وويل چې دائين ترمخه (داليکشن کمشنرټاکنې لپاره ) ددوؤ کسانو ترمينځ صلاح مشورې ته ضرورت دى اؤ زياته يې کړه چې په ائين عمل کيدل پکار دي.

اعتزاز احسن وويل " مونږ نۀ غواړو چې څوک دتقررۍ په طريقه کار وروستو گوته پورته کړي اؤ هم دا وجه ده چې مونږ نور وخت غواړو "

چيف جسټس ناصرالملک په ډاگه کړه چې انتخابي اصلاحاتو ته دانتظار کولو نه بغير دې چيف اليکشن کمشنر تعينات کړل شي.

عدالت اټارني جنرل سلمان اسلم بټ نه وپوښتل چې ايا وزيراعظم ته هم دمشورې لپاره وخت پکار دى چې په دې اټارني جنرل وويل حکومت به په عدالتي حکم عمل درامد کوي.

چيف جسټس په دې وويل داټارني جنرل دبيان په ډاگه کيږي چې وزيراعظم ته دمشورې لپاره وخت نۀ دى پکار.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG