لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخاورې دگټ ښوئيدو له امله د١٠٠ؤ کسانو دمړينې انديښنه


 دافتونو په مهال دمرستې وزير مهندا اما اويرا دزيارت په ورځ ميډيا ته وئيلي هغه فکر نۀ کوي چې دغلته به څوک ژوندى پاتې شوى وي.
دافتونو په مهال دمرستې وزير مهندا اما اويرا دزيارت په ورځ ميډيا ته وئيلي هغه فکر نۀ کوي چې دغلته به څوک ژوندى پاتې شوى وي.

چارواکي وائي چې دسري لنکا په جنوب مينځنۍ سيمه کې دخاورې ديو گټ دلاندې دگيرو شوؤ کسانو نه دچا دژوندي پاتې کيدو امکان ډير کم دى چې له امله يې دمړو شمير١٠٠ؤ ته رسيدلى شي.

دافتونو په مهال دمرستې وزير مهندا اما اويرا دزيارت په ورځ ميډيا ته وئيلي هغه فکر نۀ کوي چې دغلته به څوک ژوندى پاتې شوى وي.

دشورو په ورځ دبلډم ملا په نومې دچائيو دکښت په دغه علاقه کې دسختو بارانونو په وجه دخاورې گټ راپريوتى ؤ چې تقريباً درې کلو ميټرو پورې علاقه يې پخپله غيږه کې اخستې.

تيره شپه چارواکو دمړو شميره ٣٠٠ ښودلې وه خو وروستو دگټ لاندې دگيرو شوؤ خلکو دشميرې دراټولو نه پس وويل شول چې دغه شميره تر ١٠٠ؤ کيدى شي.

سيمه کې تقريباً پينځه سوه عسکر اؤ دنورو ادارو امدادي کارکوونکي دزيارت په ورځ هم امدادي هلو ځلو کې بوخت دي.

دسيمې يو ٤٨ کلن دټرک ډرائيور خبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ته وئيلي چې دهغه دکورنۍ پينځه کسان دخاورې دگټې لاندې راغلي اؤ مړۀ شوي ، په دغو مړو شوؤ کسانو کې دهغه کورودانه، دوه زامن، يوه اينگور اؤ دشپږو مياشتو يو لمسى شامل دي.

راجه نوم دغه تن وويل " زۀ سحر وختي دکار لپاره وتلى ؤم، بيا راته فون راغلى چې زما دکور سره نزدې ځمکه خوئيدلې ده، زۀ واپس راغلم خو زما دکور نوم اؤ نشان نۀ ؤ، ټول خلک ښخ شوي وؤ"

وزير مهندا مااويرا وئيلي دي چې ٢٠٠٥م اؤ ٢٠١٢م کې ددغه کلي خلکو ته وينا شوې وه چې دغه ځايې دې بدل کړي خو هغوي دغسې نۀ وؤ کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG