لاس رسیدونکی لینک

چوهدري نثار دډرون حملو اودرولو غوښتنه کړې


چوهدري نثارعلي خان وويل چې " خپلواکي اؤخودداري نورو ملکونو سره داړيکو په حواله دپاکستان بنيادونه دي"

دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي امريکا نه يوځل بيا دپاکستان په خاوره دډرون حملو اودرولو غوښتنه کړې ده.

دپاکستان اؤ افغانستان لپاره دامريکا دځانگړي استازي ډينئيل فيلډمين په مشرۍ يو امريکائي هيئت سره خبرو کې چوهدري نثارعلي خان وويل چې " خپلواکي اؤخودداري نورو ملکونو سره داړيکو په حواله دپاکستان بنيادونه دي"

داخله وزير په ډاگه کړه چې پاکستان کې تر شپږو مياشتو امريکائي ډرون حملو اودريدلو سره ددواړو ملکونو اړيکې ښې شوې وې اؤ دټولنې ټولو خواؤ يې ستائينه کړې وه.

پاکستان کې دشپږ مياشتو راهسې اودريدلې دډرون حملې سږکال دجون په مياشت کې هاغه وخت بيا پيل شوې کله چې دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې په تندلارو ميزائيلي حملې وشوې.

په ظاهري توگه دغه حملې دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن مذاکراتو دهڅو شروع کيدو نه پس اودريدلې وې اؤ دطالبانو لخوا دکراچۍ په هوائي اډه دحملې دذمه وارۍ قبلولو وروستو بيا پيل شوې.

که هر څو پاکستاني چارواکي په ظاهري توگه پخپله خاوره دډرون حملو غندنه کوي خو دپاکستان پخواني صدر جنرال(ر) پرويز مشرف دډرون حملو په اړه امريکا سره ديو خفيه تړون انکشاف کړى ؤ.

چوهدري نثار وويل چې امريکا اؤ پاکستان په سختو وختونو کې هم ښې اړيکې پځايې ساتلي دي اؤ زياته يې کړه چې " مونږ ته دخپلو اړيکو مثبتو اړخونو ته پام گرځول اؤ اختلافات ختمول پکار دي" اؤ دا ډيره ضروري ده چې امريکا دپاکستان په نقطه نظر ځان پوهه کړي.

دکورنو چارو وزير وويل چې د١٩٥٠ء دلسيزې راهسې دواړه ملکونه داسې اړيکې لري چې په شريکو اقدارو بنياد لري، ددواړو ملکونو داولسونو ترمينځ رابطه کې اضافه دوخت ضرورت دى اؤ دپارليماني هيئتونو تبادلې سره دې لړ کې مدد کيدى شي.

په دغه موقع دامريکا ځانگړي استازي فيلډمين وويل چې امريکا دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان دطرف نه ورکړل شوې قربانۍ مني اؤ ستائينه يې کوي اؤ داړيکو دنورو تعميري اؤ مثبتو جوړولو لپاره يې دهڅو نه خبر ده.

امريکائي استازي وويل چې امريکا پاکستان کې دجمهوري ادارو ملاتړ کوي اؤ دخلکو نه تر خلکو پورې تماسونو ته ودې ورکولو ته ليواله ده، هغه وويل چې دواړه ملکونه به په مختلفو څانگو کې مرسته دوامداره ساتي.

XS
SM
MD
LG