لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : دامريکا ځانگړي استازي سرتاج عزيز سره ليدلي

. ځانگړي استازي پاکستان کې دوزيراعظم دقومي سلامتۍ اؤ خارجه چارو په اړه دصلاح کار سرتاج عزيز سره ليدلي اؤ هغه سره يې په دوه اخيزه اړيکو اؤ دافغانستان اؤ سيمې په اړه په بيلا بيلو معاملو خبرې اترې کړي دي.

دافغانستان اؤ پاکستان لپاره دامريکا ځانگړى استازى ډين فيلډمين دنهې په ورځ دپاکستان پلازمينې اسلام اباد ته په دوه ورځنۍ دوره رسيدلى دى.

. ځانگړي استازي پاکستان کې دوزيراعظم دقومي سلامتۍ اؤ خارجه چارو په اړه دصلاح کار سرتاج عزيز سره ليدلي اؤ هغه سره يې په دوه اخيزه اړيکو اؤ دافغانستان اؤ سيمې په اړه په بيلا بيلو معاملو خبرې اترې کړي دي.

په دغه موقع دواړو مشرانو دپاکستان اؤ امريکا ترمينځ داړيکو دلا مضبوطولو اراده څرگنده کړې ده.

ټاکل شوې ده چې امريکائي ځانگړى استازى به پاکستان کې دخپل دغه دوه ورځني سفر په مهال دلوړپوړو پوځي اؤ سياسي مشرانو اؤ دمدني ټولنې داستازو سره ويني.

دامريکا ځانگړي استازي پاکستان ته خپل دغه سفر په داسې حال کې کړى دى چې دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف به دنومبر په مياشت کې دامريکا دوره کوي اؤ دلوړپوړو امريکائي چارواکو سره به ليدنې کوي.

دپاکستان ددورې مکملولو نه پس به امريکائي ځانگړى استازى په ٣٠م اکتوبر دبيجنگ په دوه ورځني سفر ځي، بيجنگ کې به ښاغلى فيلډمين دلوړې کچې ديو امريکائي هيئت سره ملگرى کيږي اؤ دغلته به په يو کانفرنس کې برخه اخلي.

امريکائي استازى په داسې حال کې پاکستان ته وررسيدلى چې ددغه ملک طاقتور پوځ په شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دجون دنيمائي څخه عمليات پيل کړي اؤ امريکا دپاکستان نه دډير وخت راهسې ددغو عملياتو پيل کولو غوښتنه کوله.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG