لاس رسیدونکی لینک

باجوړ: دسړک دغاړې چاؤدنه کې ٩ عسکر ژوبل شوي


سرچينې وائي چې دبمونو دناکاره کونکو عسکرو يوه ډله دتندلارو لخوا دښخ کړل شوي يو بم دناکاره کولو لپاره لپاره روانه وه چې لاره کې پرې دخار نه ٤٠ کلو ميټره لرې په هلال خيال چارمنگ علاقه کې دسړک دغاړې يو بم وچاؤديدو.

سرچينې وائي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دسړک دغاړې په يوه بم چاؤدنه کې لږ ترلږه ٩ عسکر ژوبل شوي دي.

سرچينې وائي چې دبمونو دناکاره کونکو عسکرو يوه ډله دتندلارو لخوا دښخ کړل شوي يو بم دناکاره کولو لپاره لپاره روانه وه چې لاره کې پرې دخار نه ٤٠ کلو ميټره لرې په هلال خيال چارمنگ علاقه کې دسړک دغاړې يو بم وچاؤديدو.

په ژوبلو شوؤ عسکرو کې حوالدار حسن، نائيک برکت، نذير، منسور، رحيم خان، جاويد، عمران اؤ عبدالوحيد شامل دي.

سرچينې وائي چې ژوبل عسکر دايجنسۍ هيډکوارټرز هسپتال خار ته دعلاج لپاره رسول شوي .

ددغه چاؤدنې مسؤليت تر دې مهاله چا په غاړه نۀ دى اخستى خو له دې وړاندې دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې په امنيتي ځواکونو دترسره شوؤ حملو بريدونو مسؤليت پاکستاني طالبانو په غاړه اخستى.

پاکستاني چارواکي تور لگوي چې باجوړ ايجنسۍ کې دپولې پورې غاړې افغانستان کې ميشته طالبان دهغوي په عسکرو دحملو کولو نه پس بيرته افغانستان کې پناه اخلي.

دپاکستان حکومت اؤ پوځ افغان حکومت نه دپاکستاني طالبانو دمشر مُلا فضل الله په ضد دکارروايۍ غوښتنه هم کړې ، خو افغان حکومت دريځ لري چې دفضل الله په گډون کوم ترهه گر ته پناه ورکول دترهه گرۍ په ضد دهغوي دتگلارې برخه نۀ ده.

XS
SM
MD
LG