لاس رسیدونکی لینک

کوئټه : مولانا فضل الرحمان خودکش حملې نه ژوندى وتلى،دوه مړۀ


راپورونه وائي کوئټه کې دجى يو ائي(ف) په تابيا دمفتي محمود کانفرنس روان ؤ اؤ اؤ ددغه کانفرنس په اخره کې دجلسه گاه سره نزدې دمولانا فضل الرحمان گاډي سره يو شکمن خودکش ځان په بارودو والوځولو، خو ددغه حملې نه مولانا فضل الرحمان ژوندى وتلى دى.

دبلوچستان سرښار کوئټه کې دجمعيت علماء اسلام(ف) دجلسې سره نزدې ددغه گوند په مشر مولانا فضل الرحمان خودکش حمله شوې پکې دوه کسان وژل شوي اؤ د٣٠ؤ نه زيات ژوبل شوي دي.

راپورونه وائي کوئټه کې دجى يو ائي(ف) په تابيا دمفتي محمود کانفرنس روان ؤ اؤ اؤ ددغه کانفرنس په اخره کې دجلسه گاه سره نزدې دمولانا فضل الرحمان گاډي سره يو شکمن خودکش ځان په بارودو والوځولو، خو ددغه حملې نه مولانا فضل الرحمان ژوندى وتلى دى.

دکوئټې په ميکانگي روډ شوې دغه خودکش حمله کې دابتدائي اطلاعاتو ترمخه دوه کسان وژل شوي اؤ د٣٠ نه زيات ژوبل شوي چې پکې دڅلورو حالت نازک ښودلى شي.

دپوليسو سرچينو وينا ده چې دغه چاؤدنه دخودکش حملې نتيجه وه چې پکې ځانمرگي خواؤشا ٨ کلو گرامه بارود الوځولي دي.

دجمعيت علماء اسلام مشر حافظ حسين احمد وينا ده چې مولانا فضل الرحمان ددغه چاؤدنې نه ژوندى وتلى.

مولانا فضل الرحمان يو شخصي ټي وي سره خبرو کې وئيلي دي چاؤدنه کې دهغه گاډى په نخښه کړل شوى اؤ گاډى يې تباه شوى دى.

هغه وويل چې گاډى بم پروف ؤ چې له دې امله هغه اؤ دهغه ساتونکي دغه حمله کې محفوظ پاتې شول اؤ اوس مهال هغه دخپل يو عهديدار په کور کې موجود دى.

دا لمړى ځل نۀ دى چې په مولانا فضل الرحمان دغه شان خودکش حمله شوې، له دې وړاندې دکال ٢٠٠١م دمارچ مياشت کې په هغه پرله پسې دوه خودکش حملې شوې وې ، خو هغه ددغو حملو نه ژوندى وتلى ؤ.

له دې وړاندې کوئټه کې دنامعلومو وسله والو په ډزو دشيعه هزاره ورورولۍ سره تعلق لرونکي ٨ کسان وژل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG