لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : عملياتو کې شپږ جنگيالي وژل شوي


 سرچينې وائي دتندلارو په ضد سيمه کې دروانو عملياتو " خيبرون" په مهال دخيبرايجنسۍ دباړې تحصيل په سپاه علاقه کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښته وشوه چې پکې شپږ جنگيالي ووژل شول اؤ ٧ نور ژوبل شول.
سرچينې وائي دتندلارو په ضد سيمه کې دروانو عملياتو " خيبرون" په مهال دخيبرايجنسۍ دباړې تحصيل په سپاه علاقه کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښته وشوه چې پکې شپږ جنگيالي ووژل شول اؤ ٧ نور ژوبل شول.

راپورونه وائي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دزيارت په ورځ دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ يوه نښته کې لږ ترلږه شپږ جنگيالي وژل شوي اؤ ٧ نور ژوبل شوي دي.

سرچينې وائي دتندلارو په ضد سيمه کې دروانو عملياتو " خيبرون" په مهال دخيبرايجنسۍ دباړې تحصيل په سپاه علاقه کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښته وشوه چې پکې شپږ جنگيالي ووژل شول اؤ ٧ نور ژوبل شول.

خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو پيل کيدو نه پس دبيلا بيلو علاقو نه خلک محفوظو سيمو ته کډې کوي خو تندلارو خلکو ته دسيمې دنۀ پريښودو خبردارى ورکړى که هغوي دعلاقې نه ووتل نو کورونه به يې سوځولي شي.

دخيبرايجنسۍ ترڅنگ دپاکستان پوځ په بله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې هم سږکال دجون په مياشت کې عمليات پيل کړي چې پکې يې تر دې مهاله ديوولسو سوؤ نه دزياتو جنگيالو دوژلو دعوه کړې.

سيمې پورې دميډيا رسد نشته چې په دې وجه په ازادانه توگه دغو جگړو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى اؤ طالبان ځان ته داوښتې مرگ ژوبلې نه انکار کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG