لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاهدافريدي اؤ کډوالو پوځ ته دکرکټ ميچ کې ماتې ورکړې


 شاهد افريدى دبنو کيمپ ته دشمالي وزيرستان نه دعملياتو له امله دبې کوره شوؤ کډوالو دحوصلې لوړولو لپاره ورغلى ؤ اؤ دهغوي دخوشحاله کولو لپاره يې دغلته ميچ هم لوبولى.
شاهد افريدى دبنو کيمپ ته دشمالي وزيرستان نه دعملياتو له امله دبې کوره شوؤ کډوالو دحوصلې لوړولو لپاره ورغلى ؤ اؤ دهغوي دخوشحاله کولو لپاره يې دغلته ميچ هم لوبولى.

دپاکستان دټي ټوئنټي کرکټ دکپتان شاهد افريدي په مشرۍ دشمالي وزيرستان دکډوالو اؤ پاکستان دپوځ ترمينځ دشورو په ورځ بنو کې شوى دکرکټ نمائشي ميچ دافريدي ټيم گټلى دى.

دپاکستان دپوځ په تابيا دخيبرپښتونخوا دبنو په بکاخيل کيمپ کې دشمالي وزيرستان دکډوالو دامداد لپاره دائي ډي پيز اليون اؤ افريدي اليون ترمينځ يو نمائشي کرکټ ميچ شوى چې پکې نامتو پاکستاني کرکټر شاهد افريدي په ځانگړې توگه گډون کړى ؤ.

شاهد افريدى دبنو کيمپ ته دشمالي وزيرستان نه دعملياتو له امله دبې کوره شوؤ کډوالو دحوصلې لوړولو لپاره ورغلى ؤ اؤ دهغوي دخوشحاله کولو لپاره يې دغلته ميچ هم لوبولى.

دميچ په ځانگړتياؤ کې دا خبره شامله وه چې گټونکي اړخ ته به ډائريکټر جنرل انټلي سروسز پبلک ريليشنز( ائي ايس پي ار) ميجر جنرل عاصم باجوه لخوا يوه ټرافي ورکول کيږي اؤ ددې ترڅنگ هاغه چاته هم يو بل خصوصي انعام ورکول کيږي چاچې شاهد افريدى اؤټ کړو.

دلسو، لسو اوورونو دغه محدود نمائشي کرکټ ميچ کې ديو ټيم مشري شاهد افريدي اؤ دبل ټيم مشري دپوځ کرنل اظهر کړې ده.

په دغه ميچ کې شاهد افريدي ٤٥ رنز جوړ کړي اؤ پويلين ته واپس شوى.

ددغه ميچ په مهال دشمالي وزيرستان دکډوالو جوش اؤ جذبه هم ليدو جوگه وه ، هغوي په هر بال اؤ اسټروک لوبغاړو ته کوټلى داد ورکولو.

ډي جي ائي ايس پي ار ميجر جنرل عاصم باجوه هم دکډوالو کيمپ کې دلوبغاړو دحوصلې لوړولو په خاطر موجود ؤ.

په دغه موقع ميجر جنرل عاصم وويل چې دکډوالو دبچو په ځانگړي خواهش شاهد افريدى دکرکټ دلوبې لپاره رابلل شوى ؤ.

هغه وويل چې دا ډيره دخوشحالۍ خبره ده چې دقومي ټي ټوئنټي کرکټ کپتان شاهد افريدى نن دماشومانو سره دميچ لوبولو لپاره دغلته ورغلى.

همدغه شان شاهد افريدي وويل چې " دلته ډير صلاحيت موجود دى، خو ددغه صلاحيت نه دگټې اخستو لپاره اکيډيمۍ نشته"

افريدي وويل چې" زۀ دپيښور اؤ کوهاټ ترمينځ دکرکټ ديوې اکيډيمۍ شروع کولو منصوبه لرم "

په دغه موقع پښتون کرکټر شاهد افريدي دشمالي وزيرستان دکډوالو سره جوړتازه هم وکړل اؤ ددې ترڅنگ يې په کيمپ کې دکډوالو دماشومانو سره عکسونه هم وويستل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG