لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ کې دپولې پورې غاړې نه په شکمنه توگه فائر شوې گولې يو تن وژلى


 دسرکاري سرچينو وينا ده چې افغانستان نه فائر شوې دوه دمارټر گولې دباجوړ ايجنسۍ په چارمنگ علاقه کې په يو کور لگيدلي چې له امله يې يو تن وژل شوى اؤ ياد شوي کور ته يې هم نقصان رسولى.
دسرکاري سرچينو وينا ده چې افغانستان نه فائر شوې دوه دمارټر گولې دباجوړ ايجنسۍ په چارمنگ علاقه کې په يو کور لگيدلي چې له امله يې يو تن وژل شوى اؤ ياد شوي کور ته يې هم نقصان رسولى.

سرچينې وائي دنهې په سحر دپاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دپولې پورې غاړې افغانستان نه دتندلارو لخوا په شکمنه توگه فائر شوؤ دمارټر گولو دلگيدو له امله يو اولسي وگړى وژل شوى دى.

دسرکاري سرچينو وينا ده چې افغانستان نه فائر شوې دوه دمارټر گولې دباجوړ ايجنسۍ په چارمنگ علاقه کې په يو کور لگيدلي چې له امله يې يو تن وژل شوى اؤ ياد شوي کور ته يې هم نقصان رسولى.

افغانستان اؤ پاکستان دواړه وخت په وخت ديو بل دخاورې نه دگولو دفائر کيدو تورونه لگوي اؤ پاکستان په نزدې مياشتو کې څو ځله افغان سفير ته په دغه شان پيښو احتجاج ريکارډ کړى.

پاکستان افغان حکومت نه غوښتنه کوي چې پخپله خاوره دکونړ يا نورستان ولايت کې پټ دپاکستاني طالبانو دمشر مُلا فضل الله اؤ دهغه دجنگيالو خلاف دې کارروائي وکړي خو افغان چارواکي بيا دريځ لري چې دمُلا فضل الله په گډون کوم ترهه گر ته پناه ورکول دهغوي دتگلارې برخه نۀ ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG