لاس رسیدونکی لینک

بلوچستان : وسله والو ٨ مزدوران وژلي


دغو مزدورانو دحب په ساکران علاقه کې په يو پولټري فارم کې کار کولو اؤ دغلته نامعلوم وسله وال ورغلي وؤ اؤ دغه مزدوران يې تښتولي وؤ.

راپورنه وائي داتوار په ورځ د پاکستان د بلوچستان صوبې په لسبيله ضلع کې نامعلومو وسله والو په ډزو سره ٨ مزدوران وژلي دي.

دپوليسو وينا ده چې د حب دساکران علاقې نه تيره ورځ ١١ مزدوران تښتول شوي وؤ ، چې دهغوي نه درې وروستو خوشې کړل شول چې پکې يو ژوبل مزدور هم شامل دى .

دغو مزدورانو دحب په ساکران علاقه کې په يو پولټري فارم کې کار کولو اؤ دغلته نامعلوم وسله وال ورغلي وؤ اؤ دغه مزدوران يې تښتولي وؤ.

دوژل شوؤ مزدورانو تعلق دپاکستان دپنجاب صوبې سره دى.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف ددغه پيښې سخته غندنه کړې اؤ په بلوچستان حکومتيې د ذمه وارانو خلاف دکارروايئ کولو غږ کړى دی .

دبلوچستان وزيراعلي ډاکټر عبدالمالک بلوچ دپيښې غندنه کړې اؤ اړونده چارواکو ته يې دپيښې په شا د ککړوکسانو دزر تر زره نيولو حکم کړى دى.

XS
SM
MD
LG